دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 139618
یمن؛ پاڅون، تیري، توطئه
امریکایی رویترز خبرګزاری ادعا کړي چی ایران د یمن انصارالله د ملاتړ لپاره، د پرمختللی سلاح ګانو انتقال او نظامی مستشران اعزام باندی و یمن ته اقدام کړی دی.
دا امریکایی خبرګزاری د غربی سرچینو څخه په نقل سره مدعی سوی دی چی دا اقدام به د قواوو توازن سره خراب کړی.
په دی ګزارش کی همدارنګه راغلی دی چی ایران، عرب شیعیان او افغان شیعیان د یمن انصارالله ځواکونو لپاره د نظامی زده کړی لپاره د مستشار په نامه استولی دی.
د رویترز د ادعا له مخی( یمن هغه ځای دی چی په هغه کی نیابتی حقیقتی جنګ روان دی او په دی جنګ کی بریالیتوب په خاورمیانه کی د قواوو نوی توازن سره مرسته کوی.
د رویترز د ادعا په اساس، ایران غواړی د دونالد ترامپ سخت سیاست په وړاندی چی ایران ته نیولی دی، مخکی توب وکړی.
خو د یمن انصارالله مشر رد کړی دی چی ایران یمن ته سلاح قاچاقوی او دا ادعا د عربستان هڅه بولی چی په یمن کی خپل جنګ ماته پټ کړی.
منطقی مسایلو کارپوهان د انصارالله پاڅون کوونکی جنبش مشر ټول عکس العملونه منی او وایی چی هغه څه چی د رویترز امریکایی خبرګزاری له لوری د ناشناسو او جعلی سرچینو څخه ادعا سوی دی، همغه څه دی چی سعودی عربستان او ددی رژیم هم پیمانان لکه امریکا او اسراییل او انګلیس او... ډیر ځلی تکرار کړی دی.
په همدی اساس، دا غلطه ادعا نه کوم څخه شکاره کوی او نه هم د انصارالله او متحدانو بریالیتوب او پاڅون څخه د یمن غیری عادلانه جنګ په وړاندی کوم څه کموی او نه هم د سعودی عربستان او نور سعودی تیری کوونکو شرم آوره ماته جبران او توجیه کولای سی.
د منتقدانو په باور، رویترز د سعودی رژیم او ملاتړ کوونکو بی بنیاده مواضعو په تکرار سره د یمن په تیری کی، خپل ماهیت شکاره کړه چی غربی رسنی چی وایی د هیڅ لوری طرفداری نه کوی، حرفه ای اخلاق او رسنیزه تعهد لری، نه د یمن په جنګ کی او نه هم د منطقی او نړي په جنګونو، نه یواځی چی بی طرفه نه دی؛ بلکه د تیری کوونکو ځواکونو، زورویونکو او سلطه ګرو یو برخه دی او هڅه کوی چی په ندم جنګ کی په مسموم تبلیغاتو سره، خپل نعمتونو ولی ته د جنګ په جبهه کی مرسته ورسوی او بریالیتوب ته ورسیږی.
رویترز که خپل په نظر د یمن په جنګ کی بی طرفه او صادق دی، ولی د میلیونونو یمنیانو خراب او دردناکه وضعیت چی د قحطی او وژیتوب او بی سرپناه سره مخامخ دی تصویر ته نه راکاږی؛ هغه وضعیت چی اصلی عامل یی سعودی متجاوز رژیم او هم پیمانه یی لکه امریکا او اسراییل دی؟
رویترز ولی د یمن کوچنیانو مرګباره زیانونو باندی ځان نه پوهوی چی د سعودی مرګباره او دیوانه واره امریکا او انګلیس ساخت په واسطه بی کوره سوی دی او خپل ټول شتمنی له لاسه ورکړی دی او شپه او ورځ د فقر او بی کوروالی او وژیوالی څخه، تدریجی مرګ او خطرناکو مریضیو سره مخ سوی دی؟
مشخصه خبره دی چی دا امریکایی خبرګزاری، په دی لټه کی دی چی یو مستقل هیواد شکاره نظامی تیری توجیه کړی او تاریخی پاڅون له منځه یوسی.
رویترز په تفرقه اچوونکی ګزارش کی، په شکاره ډول سره هڅه کړی دی ترڅو دیمن جنګ فرقه ای او منطقه ای ابعادو ته په پراختیا سره، د سعودی او همپیمانه جنایتکارانه تیری توجیه کړی او د یمن ملت پاڅون او انصارالله خارجی عواملو پوری مربوط شکاره کړی؛ دا په داسی حال کی دی چی د سعودی رژیم پراخ او نامحدود دوه کاله تیری وروسته پر یمن باندی، یمنی پاڅون کوونکی د یمن د وجب وجب خاوری څخه دفاع کوی او تیري کوونکی دشمنان د سخت ماتی سره مخامخ کړی دی.
دا بریالیتوب نه یواځی د رویترز شرم آوره ګزارشونو له لوری نادیده نیول سوی دی او نه به هم د نورو غربی رسنیو د هڅو په مرسته به د یاده ووځی.
د یمن تاریخی مقاومت او پاڅون، همغه ډول چی سلطه ګر، غاصب او مزدور حکومت د پښو څخه واچولی او همغه ډول چی د تیری کوونکو رژیمونو تیری په وړاندی سر خم نه کړ، همدارنګه د غربی بدنامه بشری حقوقو سازمانونو او نرم جنګ ته به هم سر خم نه کړی.
https://avapress.com/vdcdfn0fjyt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته