دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 152794
د امنیتی ځواکونو کمزورتیا ددی لامل سوی دی چی خلګ د غور پشته سیاق سیمی څخه طالبانو سره یوځای سی
په غور کی ځینی سرچینی وایی چی د پشته سیاق سیمه د غور مرکز په تازګی سره د طالبانو تر تصرف لاندی راغلی دی او امنیتی ځواکونو ضعف ددی لامل سوی دی ترڅو خلګ په دی سیمه کی د طالبانو سره یوځای سی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حمیدالله متحد، د غور ولایتی شورا غړۍ وایی چی څو ورځی مخکی، طالبان پردی سیمی باندی برید کړی او د خلګو غورځنګ د احمد خان شویج په مشری، مقاومت سره مخ سوی دی. هغه وویل چی ددی نښتی په ترڅ کی، دواړو لورو ته تلفات اوښتی دی، خو د شمیر په اړه یی اطلاع نسته، خو په احتمال سره شپږ تنه وژل سوی او ټپیان سوی دی. ځینی نور د خلګو غورځنګ څخه د ماتی وروسته سیمه پریښې دی او خلګ د طالبانو سره بیعت کړی دی. هغه ددی سیمی سقوط او طالبانو سره خلګو بیعت اصلی لامل د امنیتی ځواکونو سخت کمزورتیا بولی او وویل چی نور خلګ د طالبانو سره مقابلی توان نه درلود او د څو ورځی جنګ وروسته، مجبور سوی دی چی بیعت وکړی او سپین بیرقونه خپل بام سر باندی پورته کړ. متحد وویل چی دولت خلګو غورځنګ ځواکونو په سمه توګه نه تجهیزوی او دا ددی لامل سوی دی چی سیمی د طالبانو تر تصرف لاندی ولاړ سی. د غور پولیسو ویاند د پشته سیاق سیمی سقوط څخه د بی خبری اظهار نظر کوی، خو د والی ویاند وایی چی تراوسه کوم ګزارش هغوی ته نه دی رسیدلی. طالبانو ویلی دی چی څو ورځی مخکی د پشته سیاق سیمی خلګ چی ۱۵۰۰ کوره دی، د مولوی محمد عیسی په مشری طالبانو سره یوځای سوی دی.
https://avapress.com/vdcdnx0foyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته