دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 141507
کابل پولیسو یو کس له ۴۰ میله تومانچو سره نیولی

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې د معینیت مسولینو یو کس د ۴۰ میله مکروف تومانچو د قاچاق پرمهال نیولی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)،دغه وزارت تیره ورځ (شنبې، د وري دویمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا تومانچې د کابل څرخي پله دروازه کې د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

نیول شوی کس اسماعیل نومیږي او د ننګرهار ولایت اصلي اوسیدونکی دی.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې د معینیت د ځانګړو قطعو مشر، امام الدین مطمعن وایي دې کس ۴۰میله تومانچې په خپله کرولا ډوله موټر کې پټ کړي و او غوښتل یې چې د کابل قره باغ ولسوالۍ ته یې انتقال کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د کابل یو شمیر ښاریان د نا مسوله وسله والو له ډیریدو او په ځینو برخو کې د وسله والو غلاګانو له ډیریدو شکایت کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzf0f5yt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته