دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 145973
انګلیسی عدالت؛ هم مجرم، هم قاضی
بی بی سی ترلاسه کړی دی چی د انګلیسی ځواکونو سلطنتی پولیس ددی ادعا د څیړلو په لټه کی دی چی بی اسلحی افغانان د انګلیسی خاصو ځواکونو په واسطه وژل سوی دی.
بی بی سی د داسی شخص سره خبری کړی دی چی وایی په ۲۰۱۱ کال کی، د هغه څلور غړۍ د کورنۍ د شپنۍ عملیاتو په لړ کی د انګلیسی خاصو ځواکونو په حضور سره، وژل سوی دی.
ساندی تایمز خپرونه هم داسی مشابه ګزارشونه خپور کړی دی چی ملکی کسانو غیری قانونی وژنه د انګلیسی خاصو ځواکونو له لوری ترسره سوی دی.
د انګلیس دفاع وزارت په ګزارش سره، په ۲۰۱۶ کال کی ۶۰۰ قضیه په دی اړه په دی وزارتخانه کی شتون درلود چی د ۲۰۰۵ څخه ۲۰۱۳ کال پوری شکایاتو درلودونکی دی.
د انګلیس دفاع وزارت وایی چی ۹۰ سلنه دا شکایات غلط پیژندل سوی دی؛ خو اوس د انګلیس ځواکونو خاص دژبان یا پولیس رسیدګی ۱۰ سلنه پاته دی.
کریس ګرین، په افغانستان کی د بریتانیا پخوانی ځواک اطلاعاتی ماموران وایی هغه چی د انګلیس خاصو ځواکونو بد چلند په اړه تورونو په اړه اطلاعاتو لاس رسی لپاره کار کړی دی، د فعالیتونو مخه یی نیول سوی دی.
مشابه تورونه چی د انګلیسی ځواکونو په اړه په عراق کی مطرح سوی وو ډیر یی بی اعتبار اعلان سو.
حقوقی مسایلو کارپوهان وایی چی که هغه کسان چی په یو جنګی ماموریت کی په یو مستقل هیواد کی جنایت ترسره کوی، خپله د هغه په اړه څیړنه او قضاوت کوی! په دی صورت کی، روشانه خبره دی چی ۹۰ سلنی څخه ډیر قضیی غلط اعلانیږی او د کیفری او قضایی څیړنی څخه لیری پاتیږی.
په دی سره، د ۱۰ سلنی پاته سویو قضیو تکلیف به هم روشانه وی.
ددی څیړنی په جریان کی، انګلیسی بیلابیل مراجع پردی نکتی باندی ټینګار کړی دی چی باید دانګلیسی مسلح ځواکونو حرمت او احترام خدشه داره نه سی؛ دا په داسی حال کی دی چی په دی منځ کی، هغه کورنۍ چی مظلوم غړۍ یی په شپه او بی له کوم اسلحی د انګلیسی ځواکونو تر اماج لاندی قرار نیولی دی، په اړه یی څوک فکر هم نه کوی.
دا همغه څه دی چی انګلیسی عدالت مهم خاصیتونو څخه بلل کیږی؛ هغه عدالت چی په هغه کی مجرم او قاضی یو دی او نتیجه یی هم د همغه سره معلوم دی.
په عراق کی هم مشابه ادعا وو ته رسیدګی تجربی هم ثابت کړی دی چی د انګلیس دولت له نظره، د عدالت او قضاوت مفهوم، جنګ حقوق، غیری نظامیانو حقوق او جنګی جنایت څه دی او د انګلیس دولت د زړه حقوقی نظام کی، ددی قضیو سره څرنګه عمل کیږی.
دا په داسی حال کی دی چی انګلیسان د امریکایانو ترڅنګ هر وخت مدعی دی چی په افغانستان کی د نظامی حضور مهمو انګیزو څخه، تروریزم ټکول، عدالت برقراره کول، بشر حقوق احیاکونه، د غیری نظامیانو سوله لرونکی ژوند سره مرسته او د افغانستان خلګو لپاره سولی او ثبات رامنځته کونه دی.
آیا دا همغه بشر حقوق، د غیری نظامیانو سوله لرونکی ژوند او سوله او ثبات دی چی انګلیس د افغانستان خلګو لپاره منځته راوړی دی؟
له بل لوری، هیڅ څوک ددی پوښتنی ځوابولو ته حاضر نه دی چی انګلیسان د کوم معیار او بنیاد په اساس یواځی ځانته حق ورکوی چی د خپلو خاصو جنګی ځواکونو په اړه خپله څیړنه وکړی او په دی منځ کی د افغانستان دولت ملی محکمی چی د جرم واقع کیدو ځای دی او نه هم بین المللی بی طرفه او مستقل مراجع د نظر د اعلانولو اجازه نه لری؟
دا په داسی شرایطو کی دی چی د حقوق علم کارپوهانو په باور، د انګلیس اقدام د خپلو ځواکونو جنګی جنایتونو د څیړلو لپاره په افغانستان کی، لمړۍ د افغانستان سیاسی استقلال او ملی حاکمیت شکاره نقض دی؛ ځکه په دی صورت کی، انګلیس د افغانستان په نامه مستقل هیواد شتون ردوی او په رسمیت نه پیژنی.
په دی ترتیب، مشخصه خبره ده چی د هغه هیواد اوسیدونکو حقوق چی مستقل شتونوالی نه لری، په یو حقوقی پروسه کی، نادیده نیول کیږی او ۹۰ سلنه انګلیسی ځواکونه چی په جنګی جنایتونو تورن دی، په سادګی سره تیر سی او د نورو پاته شونو په اړه هم اختلال رامنځته سی.
https://avapress.com/vdcefn8zxjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته