دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 112177
سعودي تیري ګرو په یمن کښې نسل وژنه پیل کړې
د یمن یو جنرلسټ ویلي: سعودي تیري ګرو په یمن کښې نسل وژنه پیل کړې ده.
حامد البخیتي له صنعاء څخه د بي بي سي عربي ټي وي چینل ته په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې سعودیان غواړي د یمن ولس دوه ډلې شي، وویل: ټول یمنیان د دې تیري په وړاندې ولاړ دي او د دې تیري قرباني دي.
دې یمني جنرلسټ زیاته کړه چې نن سبا د یمن د ولس په خلاف یوه پراخه نسل وژنه پيل شوې او د دې هیواد ټول خلک په دغو بریدونو کښې په نښه کیږي.
البخیتي زیاته کړه چې د ملګرو ملتو سازمان په مختلفو رپورټونو کښې په یمن کښې ډیرې بدې انسانې وضعې ته اشاره کړې ده خو په خواشینۍ سره نړیوالې رسنۍ په یمن کښې له سعودي تیري ګرو څخه ملاتړ کوي.
هغه په یمن کښې له ورځپاڼه لیکونکو او جنرلسټانو څخه د انصار ا... د ملاتړ په هکله زیاته کړه: طبیعي ده چې په یمن کښې جنرلسټان او ملکي خلک ضروري ملاتړ ولري خو په دې هیواد کښې هیڅ کس د سعوديانو د تیري په سیوري کښې په امان کښې نه دی او د دغه رژیم جنګي الوتکې چې په دې هیواد کښې هره سیمه وغواړي هغه بمباري کوي او په دې حملو کښې د یمن بیخ بیناوې او ملکي خلک په نښه کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefw8zfjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته