دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 89127
پروان: د وسله والو د ډزو له امله یو تن ملکي وژل شوی دی
په پروان کې د غیر مسووله وسله والو کسانو په ډزو کې یو کس وژل شوی او یو ټپي دی.
د پروان د امنیه قوماندان جنرال خلیل الله ضیایي آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه پېښه د قلعچه سوخته په سیمه کې تیره شپه شوې ده.
هغه وایي، تر اوسه معلومه نه ده چې، د دې پيښې قربانیان ملکي خلک دي او که پوځي؟
دغه پېښه په داسې حال کې په پروان کې شوې چې؛ د دې ولایت اوسیدونکي تل د غیر مسووله وسله والو ډلو د ډېرېدو له امله شکایت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefz8v.jh8owi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته