د بغلان ولایت چارواکي وايي، چې تیره ورځ ناوخته د پل خمري ښار اړوند یوې سیمه کې نامعلومو وسله والو یوه ښځه وژلې.
د دغه ولایت د ښځو چارو رییسې خدیجې یقین ازادۍ راډیو ته وویل، دغه ۱۵ کلنه ښځه د خپل پلارپه کورې کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو مې وژل شوې.
میرمن خدیجي وویل، چې د یادې پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي اوپه دې برخه کې څیړنې روانې دي.
دغه ښځې د یوه ۶۰ کلن واده کړی وه او میړه یوه میاشت مخکې مړ شوی وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)