دخپریدو نیټه :شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 118424
یوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه په مصر کې لوېدلې ده
مصري چارواکو ویلي چې دغه الوتکه لږ وروسته له هغه چې د شرم الشیخ له هوایي ډګره والوته له راداره ورکه شوه. د مصر د صدراعظم شریف اسماعیل دفتر ویلي چې الوتکه په منځني سینای کې رالویدلې ده. د روسیې د هوایي چلند ادارې وړاندې راپور ورکړی و چې د دوی مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې ده. د دغې ادارې ویاند "سرګي ایزفولسکي" تاس خبري آژانس ته ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې A320 ډوله مسافر وړونکي الوتکه له شرم الشیخ څخه د سنت پټرز برګ پر لاره وه چې له راداره ورکه شوه. دی وایي، په دې الوتکه کې ۲۱۲ تنه مسافر او عمله سپاره وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcf0cdyjw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته