دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 114465
د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د جمهور رئیس غني په نامه د ایران د جمهور رئیس لخوا د مبارکۍ پیغام را رسېدلی دی
 د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په نامه د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حسن روحاني لخوا کابل ته د مبارکۍ پیغام را رسېدلی دی.


په پیغام کې ویل شوي دي، د کوچني اختر د را رسېدو له امله تاسو جلالتمآب، د افغانستان دولت او افغان مسلمان ملت ته مبارکي وایم، هیله لرم چې د دغه نیکمرغه اختر په درشل کې د ټولو اسلامي هېوادونو په همکارۍ د اعتدال او عقلانیت له مخې په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي ډول د اسلامي امت ترمنځ له پخوا لا زیات د سولې، آرامتیا او تل پاتې امنیت د پراختیا شاهدان و اوسو.


د لوی خدای له دربار څخه ستاسو جلالتمآب د روغتیا او بریالیتوب او د افغانستان د دولت او ملت د سرلوړۍ او نیکمرغۍ هیله کوم.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3t9qnak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته