دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 97788
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دواړو ټیمونو استازیو د جمعې په ورځ په کابل کې د ملي وحدت پر حکومت خبرې وکړې؛ خو کومې موافقې ته ونه رسیدل.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم استازي سید فاضل سانچارکي ازادي راډیو ته وویل؛ د راییو د تفتیش په برخه کې ستونزو ته په کتنه د دواړو ډلو پاملرنه سیاسي توافق ته اوښتې ده او په دې ترڅ کې عبداله عبداله او اشرف غني احمدزي په تیرو څو ورځو کې سره کتلې دي.
د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم پر دې ټینګار کوي چې؛ د انتخاباتو نتیجه باید معلومه شي او د هغه په رڼا کې دې د ملي وحدت حکومت جوړ شي؛ خو د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د راییو د تفتیش بهیر ناکامه ګڼي او له هغه پرته د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو لپاره پر خبرو ټینګار کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7u9y.ak9u74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته