دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 134715
د ( داماتو ) تمدید؛ آیا ( برجام ) په خطر کی دی
جواد ظریف؛ د ایران د خارجی وزیر چی هند ته سفر کړی وو، د امریکا د سنا په مجلس کی د ۱۰ کالو د تحریم د تمدید په اړه ویلی دی چی داطرحه ( په هغه صورت کی چی د رییس جمهور امضا ته هم ورسیږی نو اجرایی اثر نه لری).
ښاغلی ظریف ددی نه مخکی د ۱۰ کالو د تحریم تمدید ( د برجام مغایر ) بللی وو.
د ایران د مجلس نماینده ګان د دتحریمونو تمدید اجراکیدل د اتمی توافق نقض بللی وو. د مجلس یو غړی ویلی وو چی ځینی نماینده ګان د دری فوریتی طرحی دتصویب په تلاش کی دی تر څو د ۱۰ کالو د تحریمونو د طرحی دتمدید په صورت کی، د ایران دولت مکلف کړی تر څو د برجام د توافق اجرا ته خاتمه ورکړی.
د امریکا مقامات ویلی دی چی دهغو مواردو په اساس چی برجام دریدلی وو، همداسی به دریدلی و اوسی.
سپین کاخ ویلی دی چی اوباما، د ایران د تحریمونو د طرحی قانون تمدید به امضا کړی؛ خو اتمی تحریمونه به د توافق په اساس به اجرا ونه سی.
خو دا لیدل کیږی چی ددی طرحی په اجرا کی نوی روند رامنځته سی؛ خو هیڅ شک نسته چی دا اقدام، د بد ګمانی لمن نسبت راتلونکی ته پراخ کړی او ددی توافق سرسخته منتقدانو ته په ایران کی، دا امکان ورکړی ترڅو بی پروا خپل انتقاداتو ته ددی توافق په اړه ادامه ورکړی او په دی ترتیب، ډیر درانده فشارونه پر هوادارانو باندی وارد کړی.
د امریکا د اقدام بل اثر، د بین المللی تعهداتو په اړه د واشنګتن دریدلو لپاره د بی اعتمادی پراختیا دی.
که د امریکا اوسنی دولت چی هر وخت خپل لاسته راوړنو کی د ایران سره د اتمی مسئلی حل څخه یادونه کړی دی او ونه سی کولای چی په دی اړه تضمینونه منځته راوړی او ددی توافق نورو اړخو ته، په دی خصوص، اطمینان ورکړی، بیله شکه بین المللی شریکان د واشنګتن هم برجام ددی هیواد په وړاندی بی باوره کړی او دا کاربه د امریکا د نورو کارونو لپاره په نړییزه برخه کی ډیر لوی ضربه وی.
دا کار په داسی حال کی چی بین المللی ټولنه تر اوسه د ډونالد ترامپ د بریالی کیدو په شک کی قرار لری او ډیر هیوادونه، نه پوهیږی چی د امریکا دولت به د ترامپ په مشری په راتلونکی کی به کوم عملکرد د بین المللی مسایلو په اړه لکه برجام په اړه ترسره کړی، د امریکا عملکرد په دی بین المللی لوبو کی په ډیر شدت سره به ضعیف کړی او امریکا به مجبور سی چی دنوی د اعتماد وړ شریکانو په پیداکولو پسی سی.
له دی لید څخه، د داماتو تمدید، له دی مخکی چی یو ضربه پر ایران باندی وی، ډیر جانبی اثرات خپله پر امریکا باندی هم لری.
په دی حال سره، که دا توافق عملی بڼه هم نه کړی پیدا، نو ډیر لوی نقض د ایران د اتمی جامع توافق لپاره به وی او همدارنګه ددی توافق ۲ او ۲۹ ماده د نقض سره مخامخ کیږی.
دا په داسی حال کی دی چی د رسنیو په ګزارش سره، د دونالد ترامپ خاص ټیم؛ د امریکا منتخب رییس جمهورچی د قدرت د انتقال مامور دی، په دا اخیرو کی د کنګری د ځینو غړو سره تماس نیولی دی او د ایران د هسته ای برنامو په اړه، نوی رایزنی ترسره کړی.
که دا خبر واقعیت ولری، پوهان وایی چی د امریکا لخوا خطر د برجام لپاره په راتلونکی کی لیدل کیږی چی ډیر جدی ترهغه دی چی تصور یی کیږی.
https://avapress.com/vdcgqt9qnak9wu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته