دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 119514
د ناټو۲۱ هېوادونو په افغانستان کې خپل ماموریت د ۲۰۱۶ مېلادي کال لپاره تمدید کړ
دا ماموریت د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت یوه برخه ده.

د جرمني د دفاع وزیرې اورسولاوون درلېن د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، دا یو ډېر ښه خبر دی چې موږ په افغانستان کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په ماموریت کې خپلې ونډې ته په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم دوام ورکوو.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل هم د دې ماموریت غځول د افغان حکومت، افغان امنیتي ځواکونو او خلکو لپاره یو ښه پیغام وباله.

په شمال کې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت برخه ده په نهو ولایتونو بدخشان، بلخ، فاریاب ، جوزجان، سمنګان، کندز، سرپل او تخار متمرکز دي.

د ناټو په دې ماموریت کې امریکا، جرمني، ترکیه، ډنمارک، هالینډ، ناروي، ګورجستان، هنګري، فنلېڼد او یو شمېر نور هېوادونه برخه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqy9qtak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته