دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۳۱
د مطلب کود : 149610
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ خاص نماینده:

طالبان د پیشاور او کویته د شورا له لوری اداره کیږی

طالبان د پیشاور او کویته د شورا له لوری اداره کیږی
د واشنګتن بین المللی استراتژیک څیړنو مرکز، یو ناسته د ( د افغانستان په وړاندی د امریکا راهبردی غیری نظامی برخی ) ترنامه لاندی جوړ کړی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د امریکا پخوانۍ نماینده د افغانستان او پاکستان لپاره چی په پاکستان کی هم د امریکا سفیر دنده لری وایی: طالبان د پیشاور او کویته شورا له لوری اداره کیږی.

ریچارد اولسن؛ د آمریکا پخوانۍ خاص نماینده د افغانستان او پاکستان لپاره وایی: طالبان په پاکستان کی امن پټنځایونه لری، طالبان په حقیقت کی یو منسجم او یوځای سازمان دی، زموږ مقصد دادی چی موږ د هغوی اصلی رهبران نه سو پیژندلی او نه پوهیږو چی د پیشاور او کویته له لوری څو حکمرانی ساختارونه لری.

هغه د افغانستان بحران حل لاری لپاره یو سیاسی حل لاری باندی ټینګار وکړ.

آریانا ولیکل چی ښاغلی ریچارد اولسن وویل: د یو سیاسی توافق پسی تګ او پیاوړۍ کول د امریکا سیاست مرکز اصلی هدف په افغانستان کی دی. ترامپ هم په خپلو خبرو کی د راهبردی د اعلانولو په وخت کی، د سیاسی توافق پّ اړه خبری وکړی. که د حل لاره همدا ده موږ باید هغه ترسره کړو. د امریکا او بین المللی ټولنی لپاره مهم دی چی یو سوله ایز پروسه ترسره کړی.

تونی وین؛ د امریکا سفیر پخوانی معاون په کابل کی وایی: طالبان د بیلابیلو برخو څخه جوړ سوی دی. د هغه طالبانو ترمنځ چی په یو ولایت کی جنګیږی او هغه طالبان چی په پاکستان کی اوسیږی، توپیر شتون لری او دا حقیقت لری چی د یو حل لاری پیداکول ډیر سخت کار دی.

 

https://avapress.com/vdcgqy9qzak9t34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته