دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 107472
جمهور رئیس غني: د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره باید یو منسجم پروګرام ترلاس لاندې ونیول شي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هغه تمویل کوونکو او همکارو بنسټونو د خپلو ترسره شویو چارو رپوټ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.
په هغه غونډه کې چې په همدې اړه نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوي وه، جمهور رئیس غني د دغه رپوټ له اورېدو وروسته، وویل چې د مهاجرینو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره باید یو منسجم پروګرام چې د لنډمهال، منځ مهال او اوږد مهال اقدامات پکې شامل وي، ترلاس لاندې ونیول شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د کابینې په راتلونکې غونډه کې دې د افغان کډوالو د ستونزو د حل د څرنګوالي اړوند مسایل وڅېړل شي او باید لومړنۍ هڅه دا وي چې په ګاونډیو هېوادونوکې افغان کډوال ونه ځورل شي.
جمهور رئیس غني په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او نورو اړوندو بنسټونو ته هم لازمې لارښوونې وکړې.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguu9qxak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته