دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 113691
په ننګرهار کې د طالبانو ډلي تش په نامه ولسوال نیونهنیولي دي
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې عبدالقهار مشهور په(حقیار) د ننګرهار ولایت په دربابا ولسوالی کې د طالبانو ډلي تش په نامه ولسوال یې له ۵ تنو همکارانو سره هر یو:

- جلیز مشهور په( شینواری) د ګګرخان زوی.

- اخترمحمد د منادر زوی.

- شفیع الله د ولی محمد زوی.

- اسحق د حاجی منګل زوی او ولی محمد، چې د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې په ترهګریزو او ورانکارو کړنو بوخت ول، له:

- ۳ میله کلاشینکوفونو سره له ۱۵ عددو شاژورونو یې.

- ۳ میله ټي ټي ډوله تنفګچو.

- یو عدد لاسی بم.

- یو پایه ایکم ډوله مخابري.

- ۲ جوړو ولچکو.

- ۳ عدده د کلاشینکوف چانټو.

- ۳ پارچي د داعش ډلي بیرقونو او یوعراده موټرسایکل سره یو ځای د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالی له اړوندو سیمو څخه نیولي دي.

نیول شوو کسانو د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyw9qqak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته