دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 132727
په ننګرهار ولایت کي ۱۰ تنه داعش وسله والو وژل شوي
د ننګرهار ولایت سیمه‎ يي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې‎پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې ۱۰ د داعش ډلې وسله‎وال وژل شوي دي. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، چارواکي ویلی دي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې لس تنه ولسي وګړي، چې زیاتره یې قومي مشران او پېژندل شوي کسانو و وژلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی رسنیوته وویل، چې داعش وسله والو دغه ۱۰ تنه ملکي وګړي د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژلي. دغه زیاته کړه، داعش وسله والو په پچیراګام ولسوالۍ کې د ځینو سیمو تر نیولو وروسته د دغه کسانو په وژنه لاس پورې کړی دی. د ننګرهارد والي ویاند، عطاالله خوګیانی څرګندوي چې پر داعشیانو دا برید د پچیراګام ولسوالۍ په پاس صبرسیمه کې شوی دی. ویلګږي، چې داعش وسله والو په ځینو سیمو کې د خلکو کورونو هم سوځولي دي. دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلی دي، چې برید کې ملکي کسانو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.
https://avapress.com/vdchiinzq23nxqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته