دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 106203
په بغلان ولایت کې یو پایه تلویزیون چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول، له   یو تن لیږدونکي سره یې یو ځای ونیول شو
په بغلان ولایت کې یو پایه تلویزیون چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول، له یو تن لیږدونکي سره یې یو ځای ونیول شو.
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د کشفی اطلاعاتو له مخې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې محمد د محمد عزیز زوي، چې د طالبانو ترهګری ډلي یو قوماندان په نوم د دیان په لارښوونه یې غوښتل د یو پایه تلویزیون په واسطه چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای او د ریموټ کنترول په سیستم عیار شوي ول، د مرکزی بغلان ولسوالی د امنیی قوماندانې پر وړاندې پر امنیتی ځواکونو باندې یو ترهګریز برید تر سره کړی، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو دغه شوم پلان شنډ او نوموړی له چاودیدونکو توکو ډګ تلویزیون سره یو ځای د مرکزی بغلان د ښار له اړوندو سیمو څخه ونیول شو.
د نوموړی ترهګر په نیولو سره د مرکزی بغلان د ښار په اړوندو سیمو کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchv-nzx23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته