دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 103936
جمهور رئيس غني: په راتلونکو ورځو کې به د کابل د ګارنيزيون پر جوړولو سره یوې نتيجې ته ورسيږو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د دفاع وزارت له مسوولینو سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د دغه وزارت اکثریت مشري هم حضور درلود، جمهور رئيس غني د امنیتي سکټورونو ترمنځ د همغږۍ، د اوږد مهاله امنیتي پلان او د ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني د هېواد امنیتي مسايلو ته په اشارې سره وویل چې هره ورځ حداقل دری ساعته پر امنیتي مسايلو بوخت وي.
جمهور رئيس پر امنیتي سکټورونو د نيوکې په ترڅ کې چې ترمنځ يې همغږي نشته، وویل: د خدای په فضل سره ستاسو په نه ستړي کېدونکو هڅو سره ظرفیت لوړ شوی دی، خو د امنیتي سکټورونو ترمنځ همغږي نشته. نه د اردو په کچه همغږي شته، نه د اردو او د کورنيو چارو وزارت ترمنځ او نه هم د اردو، کورنيو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ترمنځ.

جمهور رئيس غني د ملي اردو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، هغه ليدلوری چې له جنرالانو څخه يې غواړم دا دی چې یو کلن پوځي عملیاتي پلان مو باید په پنځه کلن منظم امنیتي پلان بدل شی.
جمهور رئيس زیاته کړه چې د دريو امنیتي سکټورونو فعالیتونه د اوسنيو اړتیاو ځواب نه شي ویلای، نو له دې کبله غواړو چې په لومړي ګام کې په راتلونکو ورځو کې د کابل د ګارنيزيون پر جوړولو سره یوې نتيجې ته ورسيږو.

جمهور رئيس د یوې مسلکي اردو پر جوړولو ټينګار وکړ او ويې ویل چې غواړي یوه مسلکي اردو يې د دغه هېواد لپاره په ميراث پاتې شي.
جمهور رئيس د مراتبو د سلسلې په پام کې نيولو ته په اشارې سره وویل: هېڅ جګړن، هېڅ ډګرمن او هېڅ یو بل کس د مراتبو له سلسلې څخه بهر کار نه شي کولای، که يې وویل چې په کوم سیاست وال پورې تړلی او یا هم پر بل چا پورې تړلی کس دی، نو له دندې يې ګوښه کړی.
جمهور رئيس په ملي اردو کې د وړتیاوو د تشخيص په اړه وویل چې په ملي اردو کې باید با تجربه افسران خپل ځای ناستي وروزي، نو له دې کبله باید یوه روښانه کدري پالیسۍ ته اړتیا ده چې په منسجمه توګه د اردو رهبري ورسره نوې
شي. هغه کسان چې وړتیاوې لري په لومړيو کې باید تشخیص شي چې له پیل څخه ورباندې پانګونه وشي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdchxxnz-23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته