دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 104397
جمهور رئيس غني: د قانون له چوکاټ څخه بهر هېڅ عمل د منلو وړ نه دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې دکندز ولایت له نويو چارواکو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه ويډيو کنفرانس کې چې د کندز والي، د ولايتي شورا رئيس، د استیناف د محکمې رئيس، د امنيې قوماندان او د هغه ولایت د نورو ادارو رئيسانو حضور درلود، لومړی د هغه ولایت والي محمد عمر صافي د کندز د امنیتي او سیاسي
حالت په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په یاد ويډيو کنفرانس کې د کندز والي، د ولایتي شورا رئيس او د استیناف دمحکمې رئيس په بېلابېلو برخو کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې د هېواد جمهور رئيس ته ورسولې.
په مقابل کې جمهور رئيس غني د کندز ولایت له نويو چارواکو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د کندز ولایت نوي چارواکي او د هغوی فعالیتونه د غوره حکومتوالۍ په برخه کې د نوي حکومت لومړنۍ تجربه ده.
جمهور رئيس د کندز ولایت د ادارو له رئیسانو څخه وغوښتل، ترڅو په هغه ولایت کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره په بشپړه همغږۍ کې چارې ترسره او هڅې وکړي.
د هېواد جمهور رئيس د کندز ولایت د نوې رهبرۍ له هڅو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې او په هغه ولایت کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو موجودیت ته په اشارې سره وویل چې د غیر مسوولو وسله والو ډلو په مقابل کې هېڅ ډول
تحمل موجود نه دی، هغوی باید په بشپړ اطاعت او د قانون په حاکميت کې واوسي،
له هغې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخامخ شي. جمهور رئيس زیاته کړه: دقانون له چوکاټ څخه بهر هېڅ عمل د منلو وړ نه دی.
جمهور رئیس غني د دغه ويډيو کنفرانس په پای کې وویل چې د کندز ولایت لپاره د نوي حکومت اراده دا ده چې دغه ولایت په یوه امن ولایت بدل کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhxevauqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته