دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 89509
کندهار: وسله والو د ملي پیوستون د پروګرام له ۵ تښتول شویو کسانو څخه ۲ تنه وژلي
د کندهار ولایت مسوولین وایي، وسله والو د ملي پيوستون د پروګرام له هغو پنځو کارکوونکو څخه چې تښتولي یې وو؛ دوه تنه وژلي او درې یې بېرته خوشې کړي.
ویل کیږي، دغه کسان د تېرې چهارشنبې په ورځ د کندهار له تخته پل ولسوالۍ نه د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.
د کندهار مطبوعاتي دفتر نن وویل چې؛ دغو کسانو په سیمه کې د ملي پيوستون پرمختیایي پروګرامونه مخ ته وړل.
دوی وایي چې، دغه کسان وسله ه والو والو طالبانو تښتولي وو؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci3wav.t1a3u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته