دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 106349
"که د افغانستان وضعیت خراب شي د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پلان به له سره غور وکړو"
د امریکا د دفاع وزارت لپاره د ولسمشر بارک اوباما کاندید اشټن کارتر وايي چې که په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو پر پلان به بیا غور وکړي.
اشټن کارتر د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې دې پوښتنې ته چې آیا دی به له امنیتي اندېښنو سره د مقابلې لپاره په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو د اېستلو او شمېر په پلان کې بدلون راولي کنه؟ په لیکلي ځواب کې ویلي دي چې هو دی بدلون ته چمتو دی.
ده همداراز ویلي، دی پر هغو راپورونو خبر دی چې اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅه کوي. نوموړی همداراز یادونه کوي چې له نړیوال ایتلاف سره به په ګده کار وکړي؛ څو د دې هڅو مخنیوی وکړي.
اشټن کارتر دا ځوابونه د پوښتنو په هغه فورمه کې لیکلي چې یوه کاپي یې اسوشیېټډپرېس خبري آژانس هم ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو هم د امریکايي ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښودلې؛ ویلي یې دي چې ښايي افغان ځواکونه ونشي کړای په یوازې ځان د هېواد امنیت ونیسي.
د اسوشیېټډپرېس راپور زیاتوي چې د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې مشر؛ جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک کېن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو لپاره د مشخصې نېټې پر ټاکنه بیابیا انتقاد کړی او پوځي قوماندانانو هم کانګرس ته ویلي چې دوی ډېر د پوځیانو د اېستلو په اړه د ابهام پلویان دي او باید دښمن ته په ډاګه ونه ویل شي چې د وتلو نېټه یې دا یا هغه ده.
په پام کې ده چې د سنا د پوځي خدماتو کمیټه سبا چهارشنبې د اشټن کارتر څرګندونې واوري او د نوموړي د کاندیداتورۍ په اړه غور وکړي. آژانس زیاتوي، که څه هم ښايي ښاغلی کارتر د سناتورانو له سختو پوښتنو سره مخامخ شي؛ خو تمه ده چې په آسانۍ سره به د سنا تایید ترلاسه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci5qaz3t1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته