دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 33252
روسیه په افغانستان کې همکاري له دفاعي سیستم سره تړي
ه ناټو کې د روسیې استازي دیمیتري روګازین دا خبره پرون د خپل هیواد د پارلمان غونډې ته د ناټو د ستراتیژیک پلان د څرګندولو په مهال وکړه.
تاند - د روسیې یوه مهم چارواکي وویل، که ناټو تړون په اروپا کې د دقاعي ډال په نوم د توغندو له نصبولو تېره نه شوه، روسیه به د افغانستان په مسله کې له ناټو سره خپله همکاري پای ته ورسوي.

په ناټو کې د روسیې استازي دیمیتري روګازین دا خبره پرون د خپل هیواد د پارلمان غونډې ته د ناټو د ستراتیژیک پلان د څرګندولو په مهال وکړه.

ده وویل چې روسیه دا پلان د خپلو ملي ګټو خلاف ګڼي.

په ناټو تړون کې د روسیې استازي وویل:« که ناټو د دفاعي ډال د توغندیو په اړه زموږ اندېښنو ته ځواب رانه کړي، دا د افغانستان د مسلې په شمول له نورو مضوعاتو سره تړلی شو.»

ډي پي اې اژانس وايي د ښاغلي روزګازین څرګندونې د روسیې انټرفکس خبري اژانس په داسي وخت کې خپرې کړې چې کریمیلین د خپلو ملي رسنیو له لوري تبلیغاتي هلې ځلې زیاتې کړي او وايي چې ګواکي د ناټو په اړوندو هیوادونو کې د دفاعي توغندیو نصب کېدا د روسیې ګټې له خطر سره مخامخوي.

د روسیې دولتي رسنۍ وايي چې د ناټو دا پلان د روسیې اتومي پلان له خطر سره مخامخوي او په مقابل کې یې مسکو د اروپايي هدفونو د نښه کولو لپاره په خپله خاوره کې توغندي ځای پر ځای کوي.

د روسیې ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف په یوه وینا کې، چې د روسیې له ملي تلویزیون څخه خپره شوه، وویل، مسکو له واشنګټن سره په قوي دریځ خبرې کولی شي.

خو روګازین د روسیې لومړنی چارواکی دی چې له ناټو سره د روسیې همکارۍ د افغانستان له مسلې سره تړي.

د ناټو چارواکي وايي، د دفاعي توغندیو له نصبولو څخه د دوی مقصد دا دی چې اروپا د منځني ختیځ د هیوادونو له احتمالي حملې وساتي او روسیه یې هدف نه دی.

روسیه په افغانستان کې د ناټو له ځواکونو سره د استخباراتي مالوماتو او دغه راز د اکمالاتي وسایلو د انتقال لپاره په ترانزیت کې مرسته کوي.
ناټو په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته یو شمېر وسایل او تجهیزات د روسیې او منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې رسوي ځکه چې د افغانستان د شمالي ولایتونو لارې خوندي او امن دي.
سرچينه : افغان غږآژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcciiq1.2bq1p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته