د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، سمندر سکندری، د پروان ولایت د جبل السراج ولسوال وویل: دا حادثه پرون ورځ رامنځته سوی دی.
هغه وویل: د پروان ولایت یو داکتر چی شخصی معاینه خانه یی هم درلود تیره ورځ په مازدیګری محال د ناشناسه مسلح کسانو له خوا تښتول سوی دی.
د جبل السراج د ولسوال په وینا، داکتر صفی الله قصد درلودی چی د څو نورو کسانو سره د خپلو نږدی کسانو سره کور ته ولاړ سی چی د قلعه صحرا په منطقه کی د ناشناسو خلګو په واسطه د هغه موټر څخه دباندی کښل سوی دی او تښتول سوی دی.
دا محلی مسئول پژواک ته وویل: تر اوسه د تښتوونکی هویت او مقصد یی نه دی معلوم سوی خو په دی برخه کی څیړنی شروع سوی دی.
داکتر محمد قسیم سعیدی، د پروان ولایت د صحت عامی رئیس وویل: داکتر صفی الله ددی اداری د تخنیکی مشاور په حیث کار کوي.
هغه ددی حادثی د رامنځته کیدو په اندیښنی سره وویل چی امنیتی مسئولان غواړی په ډیر جدیت سره د داکتر صفی الله د آزادیدو لپاره اقدام وکړی.
تر اوسه هیڅ شخص او یا ډله ددی تښتونی مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.