دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 100831
جمهور رئیس احمدزی: د لندن په کنفرانس کې به مرسته کوونکو هېوادونو ته د نوي حکومت ظرفیت ثابت کړو
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سیمون ګس سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د دوه اړخیزو مناسباتو او اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان لپاره د لندن کنفرانس ته د نیول شوي چمتوالي په باب خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او د افغانستان له نوي حکومت څخه یې د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د لندن په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان د حکومت د چمتوالي ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې د افغانستان حکومت به په دغه کنفرانس کې له یو لړ مهمو لاس ته راوړنو سره ګډون وکړي او په افغانستان باندې د مرسته کوونکو هېوادونو د باور د راجلبولو لپاره به د نوي حکومت ظرفیت ثابت کړي.
د هېواد جمهور رئیس همدا راز په دغه کتنه کې وویل، د لندن په کنفرانس کې چې له افغانستان سره هرډول اقتصادي مرسته کیږي هغه باید د افغانستان د اړتیاوو له مخې وشي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي زیاته کړه: تمه لرو چې د دغه کنفرانس له لارې وکولای شو د بریتانیا پانګوال او سوداګرو وهڅو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. او همدا راز د دې زمینه برابره کړو چې د افغانستان محصولات د بریتانیا بازارونو ته لاره پیدا کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipuazzt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته