د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نیول شوی کس د سردار زمري داوود نومېږي.
په خبر پانه کې راغلي دي، چې دغه کس سردار زمري داوود د هېواد يو شمېر شمالي ولايتونو ته د سفر پر مهال د ملي امنيت شورا له نوم څخه ناوړه استفاده کړې او ځان يې هيئت او استازی معرفي کړی وه.
سرچینو زیاتیوي، چې یاد کس د ملي اردو ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال د ملي امنيت لوی رياست په توقيف کې تر پلټنو لاندې دي.
د ملي امنيت شورا دفترخبر داري وړکړي ده، چې له رسمي خبرتيا پرته پر مشکوکو کسانو اور ونه کړي.