د عامه نظم پولیسو د خبرپاڼې په خپرولو سره وایی، چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملا ستار په نامه د طالبانو یو قومندان او څلور د یادې ډلې غړي وژل شوي دي.
د عامه نظم پولیسو د خبرپاڼې په خپرولو سره وایی، چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملا ستار په نامه د طالبانو یو قومندان او څلور د یادې ډلې غړي وژل شوي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخي، خبرپاڼه زیاتوي یاد وسلهوال هغه مهال د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلل او ووژل شول چې غوښتل یې د هلمند ولایت په شمال سنګین ولسوالۍ کې پر لویې لارې ماینونه خښ کړي.
په خبرپاڼه که راغلي دې، ملاستار په هلمند کې د ماین اېښودنو مسوؤل وه.
دغه خبرپانې د یادو عملیاتو څرنګوالي په اړه جزئیات متاسفانه نه دي ورکړي.