دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 104054
جمهور رئيس غني: معلوماتي ټکنالوژۍ د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د معلوماتي ملي ټکنالوژۍ د لسمې غونډې ګډونوالو ته چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د ويډيو کنفرانس له لارې وینا وکړه.
د هېواد جمهور رئيس د دغه کنفرانس له بنسټ اېښودونکي پروفيسور پیروز نذیر له هڅو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: معلوماتي ټکنالوژۍ د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده او په دې برخه کې د یوې ملي ستراتېژۍ له لرلو پرته، حکومتوالۍ او اقتصاد پر خپل ځان بسیا کېدای نه شي.
جمهور رئيس دې ته په اشارې سره چې ګواکې افغانستان په دې برخه کې ملي ستراتېژۍ نه لري، وویل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې باید په روښانه توګه د افغانستان ظرفیتونه تشخیص شي، ترڅو په دې برخه کې افغانستان ته ستراتېژيکې مشورې ورکړي.
جمهور رئيس غني وویل چې معلوماتي ټکنالوژۍ هغه برخه ده چې د ځوانانو له فکري او ذهني ظرفیتونو څخه په کې استفاده کېدای شي.
د افغانستان جمهور رئيس څرګنده کړه چې د افغانستان پوهنتونونه دې ته اړتیا لري، ترڅو د معلوماتي ټکنالوژۍ له لارې د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره توامیت رامنځته کړي.
جمهور رئيس غني په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوژۍ ارزښت ته په کتو سره وويل چې زموږ ځوانان په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو مؤسساتو محصلين باید معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري.
جمهور رئيس د معلوماتي ملي ټکنالوژۍ د لسمې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې یو بېړنی پلان جوړ کړي، ترڅو په دې برخه کې پر غوره استعدادونو پانګونه وشي.
د هېواد جمهور رئيس وويل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې خپلواکي کولای شي چې د اقتصادي برخو، بشري ځواک، د ځوان نسل د مسوولیت او په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو د ونډې د خپلواکۍ اساس جوړ او زموږ د خلکو د ژوند په نورو برخو کې هم بدلون راولي.
د هېواد جمهور رئيس د خپلې وینا په پای کې د معلوماتي ملي ټکنالوژۍ د لسمې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په دې برخه کې د شتو ستونزو په اړه یوه کره ارزونه وکړي، ترڅو په هېواد کې د یادو ستونزو د حل او د سوکالۍ او هوساینې د رامنځته کولو لپاره سمې پرېکړې وشي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري د یادې غونډې په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې جمهور رئيس ته معلومات وړاندې کړل او ويې ویل چې د ملي ټکنالوژۍ غونډه د ۲۰۰۵ کال راهیسې د برلین د تخنيکي پوهنتون په مرسته هر کال یوځل د ځانګړو موضوع ګانو په اړه د کابل پوهنتون د استادانو او محصلينو په همکارۍ بحث کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjixevxuqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته