دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ ثور ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 27769
د ثور کمونیستی کودتا غمیزه
کمونستانو پر هر چا باندی چی د دوی سره همغگی نه درلود د ځان او خپل کمونستی نظام دشمن او غلیم باله او دهغه په د منځه ورلو لپاره هیچ معطلی نه کاوه .
داسی یو ناورین ده چی تول افغانان او حتی ددنیا ټول و کړ ی په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دهغه تراغیزی لاندی لاغلی دی – پدی کودتا کی چی دکمونستانو او شوروی پلویانو لخوا پر داوودخان باندی صورت ونیو دهماغه ابتدا څخه د قتل او وینو تویولو پر اساس بناشو د کودتا د شروع څخه چه په سلگونو انسانان او دهغه د جملی څخه د داوودخان نږ دی شل کشان ووژل شول د افغانستان د خلگو د غمیزی پیل شمیرل کیزی د کمونیستی کودتا مخکی خلگویو آزادانه او سوکاله ژوند تیراوه او هرڅوک په خپل شخصی ژوندانه کښی د نسبی امنیت احساس کاوه مگر د کودتا د پیل څخه وروسته کمونستان پر خلگو تیری ته دوام ور کړ او ډیر انسانان یوازی پدی جرم چی کمونستان یی نه تاییداوه بیله جرم او پداسی حال کښی چه په خپل کور کښی او سیده حتی ځنی پداسی حال کشی چه بیده و د کمونستی مزدودانو لخوا و نیول سول او په زندانوکښی د منخه ولاړل څومره دیر انسانان او بی گناه کسان بیله محکمی او هر راز دخان د دفاع څخه دنه امکان په حالت کښی له منحه ولاړل اوتر اوسه د هغوی کورنی نه پوهیږی چی حتی چیری تر خاوری لاندی شویدی . کمونستانو پر هر چا باندی چی د دوی سره همغگی نه درلود د ځان او خپل کمونستی نظام دشمن او غلیم باله او دهغه په د منځه ورلو لپاره هیچ معطلی نه کاوه .
دا د کمونستی نظام خاصیت و چی خپل دشمن په فیزیکی دول باید له منځه یوسی په همدی نیت پی دیر انسانان د ژوند څخه بی برخی کرل پدی منحوسه دوره کښی د تهمت او د درواغو راپورونو پر اساس دیر انسانان لا درکه سول کافی و چی یو کمونست پر جا باندی یو تهمت او د درواغو تور ولگوی اثبات اوسوال او خواب ته اړتیا نه لیدل کیده د ټولنی تول مشران او خانان او ملایان او روشنفکران چی کمونستی دولت سره همکاری کولو لپاره آماده نه و دری لاره یی درلورل ...
1- یا به وژل کیږی ( د کمونستانو لخوا نیول او وژل کیدل )
2- مبارزه او مسلحانه جگری ته لاس اچول
3- یا به د خپل کورنی شره مهاجرت ته مجبوریده
په همدی وجه وه جی خوانان او نارینه حتی ډیرو شځو دیته اړ کری شول چی یا مسلحانه جگره و کړ ی او یا به له وطنه مهاجر کیږ ی -کله چی خلگ سلاح ته د مبارزی او جگری لپاره آماده شول جنگونه او سختی جگری پیل شوی ... .
دخلگو د رشادت او سر ښیندنی له امله ډیری سیمی د دولت له واکه څخه ووت .
کمونستان یا ووژل شول یا وشرل شول .
کمونستی دولت د زوال کندی ته نیږ دی کیدل چی شورویانو دا احساس وکړ چی د دوی نوکران د منځه خی نو مجبوره شول چی دسره پوځ تر یو سلو زرو ډیر کسان او سر تیری یی چی په آخری سیستم سلاح او مهماتو سمبال و افغانستان ته ولیږی دا چی شورویانو پخپل سر دا تصمیم ونیول چی افغانستان ته راسی او یا دا چی دکمونستی دولت مشران دا بلنه و دوی ته د خپل د بقا لپاره دعوت ورکری وی دا به تاریخ په اثبات ورسوی - اما دا چی د سره پوځ راتلل و افغانستان ته د افغانستان د خلگو یوه غته غمیزی شمیرل کیږی پدی کښی شک نشستبیه .
کله چی د ثور کودتا تر سره شوه په پیل کښی ځینی د واک خاوندان د تزویر تر نقاب لاندی په ډ که د کمونیستی ایدیالوژی څخه دفاع او طرفداری نکول که څه هم ځینی د ټولنی روشنفکران او پوهانو د هماغه اولی ور ځ ی څخه پدی باندی پوهیدل اما عوام پدی باندی نه پوهیدل . کمونیستی وا گداران هم د فرصت څخه په استفادی سره خپل اشتراکی نظام جوړول باندی اخته شول .
به سیاسی ډگر کښی د افغانستان بیرغ او اساسی قانون د کمونیستی ایدیالوژی پر بنا باندی جور شول د افغانستان جمهوری دولت د دیموکراتیک جمهوری تر عنوان لاندی په رسمی دول تغییر وکړ کرار کرار کمونیستی نښانی او ایدیالوژی په رسنیو او درسی کتابونو کښی ځای پیدا کړ – حکومت د کور ، کالی ، ډو ډی تر شعار لاندی د خلگو په خطا ایستلو او چل او فریب باندی د کمونیستی ایدیالوژی لپاره لاره هواره ول کمونستانو پر دین او مذهب باندی نه ولاړ حکومت ته خوشبین ول دوی خدای نه منل آخرت او حساب او کتاب ته د درواغو او افسانو په دول کتل ، دوی ویل چی انسانان د طبیعت مصنوع دی او پسله څو عمره ژواندانه څخه بیرته مری او خاوری کیږ ی نه حساب شسته او نه پوښتنه . « و قالو ما هی الا حیاتنا الدنیا نموت و نحیا و ما یهلکنا الا الدهر » (جاثیه 24 آیت ) دهریان د تاریخ په اږدو کښی توله یوه خبره کول اما په مختلف الفاظو .
دوی به ویل چی انسان باید د نورو انسانانو د آزادی او د استثمار څخه د خلاصون په لاره کښی سر ښبیدنی وکړی او خپل ژوند د خلگو د خلاصون لپاره فدا کری – د دوی څخه دا پوښتنه کیږی چی : څوک چی به آخرت او حساب او کتاب باندی عقیده نلری ولی د نورو خلگو لپاره خپل خان د لاسه ورکړی ؟ ولی فداکاری وکړی ؟
دکمونستی ایدیالوژی د لومړنی واکدارانو څخه نورمحمد تره کی و چی د نظرمحمد زوی اودغزنی ولایت دناوه په کلی کښی په کال 1917 کی زیږدلی دی .په ځوانی کښی کندهار ته ولاری او دموسی خان تجار لخوا دهغه په تجارت خانه کښی چی به بمبی کښی و.داستازی په ډول واستول شو. څه ناڅه انگلیسی او اردو ژبی یی هم زده کړه. څومود ه وروسته افغانستان ته راغی اوپه کال 1937 دعبدالمجیدزابلی لخوا دتجارت په وزارت کښی دقلم مخصوص دمدیر په ډول وتاکل شو.تره کی دباخترپه مطبوعاتی دفتر کښی هم کارکری دی .
یوکتاب یی د(بنک مسافری)په نامه ولیکل چی په روسی ژبه هم ژباره شو.اودروسی دسفارت لخواه جایزه یی هم وگټل. ځنی منابع وایی چی تره کی دویښ زلمیانو غړیتوب هم ترلاسه کړ ی و.اوبیاپه امریکی کښی مطبوعاتی آتشه مقررشو.چی ځنی دامریکی پرضد لیکنی د دی سبب وگر ځیدچی دی دامریکی حخه وشرل سی .
دی په 1965 کال کښی دنورو کسانو سره یو ځای په خپل کورکښی دخلق دیموکراتیک گوندبنست کښیښود.خوپسله دوو دروکالو څخه داگوند په دوو برخووویشل شو.
دکال 1978 داپریل په مناسبت کسی دمیراکبرخیبر دنامعلوم کسانو لخوا ووژل شو. 

لیکونكي: حاج زكي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3yar.t1ayq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته