دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 47327
د امریکايي پوخیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سیمه ییزو سیالیو میدان وي
تاند - نیویارک ټایمزپه یوه لیکنه کې چې عنوان یې دی(له افغانستانه وروسته، نوې لویه لوبه) له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د سیالیو د پیلېدو اټکل کړی دی.

په دې شننه کې، چې الکساندر کولي کښلې ده، ویل شوي: د دوه زره لومړي کال د سپټمبر له یوولسمې راوروسته په منځنۍ اسیا کې د امریکایانو لپاره لومړیتوب دا و چې په افغانستان کې طالبان وځپي. خو څرنګه چې امریکا او ناټو له افغانستانه ووځي، په دې ځای کې بل خطر سر راپورته کوي؛ دا خطر دا دی چې لوېدیځ ممکن په سیمه ییزو سیالیو او دښمنیو کې ښکېل شي، دا سیالۍ ښايي د روسیې او چین د سیالۍ له کبله د ځايي سیاستوالو او قدرتمنو کسانو ترمنځ وي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د منځنۍ اسیا د هیوادونو حکومتونو (د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو) له کلونو راهیسي هڅه کړې چې د خپلو ګټو لپاره په سیمه کې د بهرنیو قدرتونو دلچسپي ځان ته ورواړوي.

د ۲۰۰۵ میلادي کال په دوبي کې امریکايي پوځیان د ازبکستان د قرشي خان اباد له هوايي اډې وروسته له دې وایستل شول چې امریکايي چارواکو د ازبکستان مشران په اندي جان کې د سلګونو اعتراض کوونکو د وژلو په خاطر وغندل. له دې پېښې وروسته روسیې او چین په ازبکستان کې د خپل نفوذ د غځولو لپاره هلې ځلې وکړې او په ښکاره یې د اندي جان د اعتراض کوونکو د ځپنې ملاتړ وکړ.

نیویارک ټایمز دې ته د ورته پېښې یادونه په قیرغزستان کې کړې او بیا یې لیکلي:له دې سره سم چې امریکا له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو پیل وکړي، د منځنۍ اسیا هیوادونه ښايي د همکارۍ لپاره خپله بیه لوړه کړي.

د منځنۍ اسیا هیوادونو امریکا او ناټو ته ترانزیتي لار ورکړې چې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته وسایل د دوی له لارې انتقال کړي.

د امریکا متحد ایالتونه د ترانزیت په خاطر د کال شاوخوا پنځه سوه ملیون ډالره د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ورکوي. دا ترانزیتي لار وروسته له دې پرانستل شوه چې پاکستان خپلې لارې بندې کړې.

په جون کې ناټو له ازبکستان، قیرغیزستان او قزاقستان سره موافقې ته ورسېده چې د دغو هیوادونو له لارې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو اکمالات وکړي. د قیرغیزستان او قزاقستان لارې پر ازبکستان سپرې دي.

ازبکستان له خپل دې امتیازه په استفادې سره وویل چې یونیم سل فیصده محصول غواړي
.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0eny.49n0u1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته