دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۳۷
د مطلب کود : 48489
زوړ نیواک اوس هم افغانستان ته نسخه تاووي
ګارډین انګلیسي ورځپانې دروانې اړنۍ په پیل کې خبر ورکړه چې د انګلیس دپارلمان یواستازي د«طرح سی یادیرش» په نوم یوه طرح دهغه هیواد دبهرنیو چارو وزارت او همدارنګه سپينې ماڼۍ ته وړاندې کړې چې دهغې پرمټ افغانستان باید په اته برخو لکه کابل،قندهار، هرات، مزارشریف، قندوز، جلال آباد، خوست او بامیان وویشل شي دیولمړي وزیر لرونکي نظام دې پکې جوړ او ولسمشر کرزي ته دې هم یوتشریفاتي او سمبولیکه دنده ورکړل شي.
توبیاس الوود دانګلیس دپارلمان استازی او ددې طرح نوښګر باور لري چې پدې ترتیب سره کیدلای شي په افغانستان کې دشته ستونزو مخنیوي وکړي او په افغانستان کې دفساد د کتترول لپاره یوه مناسبه لارموندلای شي.
همدارنګه ددې طرح پربنسټ باید څو پښتون میشتي ولایتونه طالبانو ته پریښودل شي دا په داسی حال کې دی چې تردې وړاندي دبوش د دولت دبهرنیو چارو دوزیرې کاندوایزا رایس نژدې مشاورینو څخه یوتن«رابرت بلک ویل» هم انګلسي ورځپانې«دیلي تلکراف» ته ویلي وو چې افغانستان باید تجربه شي هغه چې پخوایې هم دامریکا او ناټو په ستراتیژیکه خطا ټنیګار کړی ؤ وایې: باید د«ب» پلان یعنې د افغانستان په دوه برخو دویشلو پلان باید ترلاس لاندې ونیول شي.
«بلک ویل» وایي چې طالبان دبریالیتوب په حال کې دي او مونږ دبایللو په حال کې یو هغوﺉ او چته روحیه لري او غواړي خپلې نافرماني ته ادامه ورکړي....هغه ټینګار کوي چې دافغانستان جنوبي او ختیځې پښتون میشتې سیمې باید دطالبانو په واک کې ورکول شي.
هغه وایي: دافغانستان په ویشلو سره د امریکا داړتیا وړسرتیرو شمیر کیدلای شي چې له ۴۰ تر ۵۰ زره عسکرو پورې راکم شي او دتاجکانو، هزاره ؤ، ازبکانو او دهغو پښتنو په نرسته چې له طابانو سره ملګري نه دي، کیدلای شي چې له طالبانو سره مقابله وشي، دامسله کیدای شي چې دایران، چین او عراق پرمسایلو ترکیز وکړی.
لدې طرحو او وړاندیزونو څخه کولای شو څوځامړو ټکونو ته پام واړوو:
۱-دامریکا د لویدیځوال ملګري کیدای شي پخپله له امریکا پرته په افغانستان کې له عجبیې انديښنې سره مخ شوي دي او خپل ټول ځواک سره پدې هڅه کې دی زرنې څخه دوتو لپاره یوه آبرومندانه لار وموي حتي که دغه لار د واحد او یو پارچه افغانستان په تجزیې هم پای ته ورسیږي هغوﺉ دخپلې پوچې حثي دساتنې لپاره حتی حاضر دي دافغانستان دخلکو ژوند سیاسي اوملي برخلیک دپولو او فاصلو په حدبندي همداډول وساتي.
۲-ګلستان اوس هم خپل ځان د آسیا دجنوبي حوزې او دافغانستان اوپه(۱۹) مه پيړی کې ترخپل نیواک لاندې سیمو کې بلا منازع حاکم ګڼي او هماغه خوبونه په خپل سرکې پالي تر اوسه د ډیورند دناسور غده چې د انګلیسانو د نفاق اچونې دخط کتۍ حاصل دی، له منځه نه ده تللی چې دنولسمې پيړۍ سرونه دلیکې دجوړښت او دتفریق دتور دسوساتلو په کار کې دتاوتریخوالي اصلی لامل دی.
۳- امریکاییان دهغه څه پرخلاف چې ښکاره کوي یې ، د ولسواکۍ دعدالت دخوندي کولو دملي او ټولیز دولت دپیاوړتیاه دامنیت درا وستلو او له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره افغانستان ته نه دي راغلي او هیڅکه هم باید ددې تمه ونه لرو چې یوه ورځ به داخواږه خوبونه عملي بڼه خپله عملي کړي، هماغیسې چې دامریکا دبهرنیو چارو پخواني وزیر ارشد مشاور بلک ویل یې وایې هغوﺉ دایران، عراق او چین ترنظر لانې دساتنې په منظور په افغانستان کې دي او داکار له هغه څه څخه چې دي څوڅو واره ډیر زمونږ دهیواد سیاسي ژوند ته خورا ډیر زایانمنوونکي دی.هغوﺉ په افغانستان کې قومی یووالي وحدت او یوپارچګي ته هیڅ کوم ارزښت نه ورکوي، هغوﺉ ته دامهمده چې څرنګه کولای شي په افغانستان په تجزیې او طالبانو ته دهیواد دختیځو او جنوبې ولایتونو په پریښودلو هم امکان پذیروي ډیره مهمه داده چې پدې هیوادکي دلګښتونو بودجه امریکا ته لږوالی ومومي او هم هغوﺉ وکړای شي د افغانستان له موقعت څخه په استفادې سره وکړای شي يپه سیمه کې خپلو اهدافوته درسیدولپاره ډیر وخت ولګوي خو آیا دافغانستان دبرني سیاست دستګاه به داسې طرحې و وابدلای شي؟ دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت تر اوسه دهر ډول طرحې په وړاندې ـــ که کورني وي یا بهرني دافغانستان دتجزيې په وړاندې کوم کلک غبرګون ښودلي که نه؟ او داځل هم داسې نه ښکاري چې پدې اړه دې چوپ باتې شي اویا ورته مثبت ځواب ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آژانس)- داخبارونو دتحلیل اوڅیړنې څانګه
https://avapress.com/vdcaoyny.49naa1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته