دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 49544
ټاکنیز ائتلاف د خلكو لپاره د دولت پرضد؟
د یکشنبې په ورځ یوشمیر ګوندونه او دنظام مخالف او متقد سیاسي ا‍وزیسیون دیونوي بنسټ په ایښودلو لاس پورې کړ او د«افغانستان د سیاسي ګوندونو ایتلافونو د مرستې شورا» په نوم یې ونوماوه چې دغې شورا د غړې ګوندونو سالمورڼو او له بیلارۍ او ټګۍ برګۍ پرته ټاکنو د سرته رسولو د پیل په لارپرحکومت د فشار راوړلو په موخه سره راټول شول. 

پدې شورا کې د جمعیت اسلامي ګوند، اسلامي ګون، ملي جبهه، ملي ایتلاف، دوحدت اسلامي ګوند، د خلکو دوحدت اسلامي ګوند، د ملي محاذ ګوند، دحق اوعدالت ګوند او یوسلسله نور سیاسي ګوندونه غړیتوب لري. 

دملي جبهې ویاند، فیض الله ذکي ددې شورا په استازیتوب له دې شورا څخه وغوښتل چې دغه تشکل په ټاکنیزو نظام کې د اصلاحاتو راوستلو او درڼو عادلانه اوله تګۍ برګۍ پرته ټاکنو له سرته رسولو څخه و ضاحت ورکړ او د حکومت له لوري دهغو له اجرایي کولو یې تینګار وکړ هغه له اساسي قانون سره سم دټاکنو د وخت ټاکل دبریښنایي تذکرو توزیع پیل او سرشمیرنې سرته رسولو درأی ورکوونکو د نومونو ثبتول او دلیست ترتیبول درأی ورکولو دسیستم کمپیوتري کول او دټاکنو د امنیت تامینول ددې شورا له اصلي غوښتونو څخه وګڼلې. 

ښاغلي ذکي همدارنګه زیاته کړه چې ددې ټاکنو دپیلولو لپاره باید دټاکنو پربهیر باندې دیوروڼ میکانیزم پربنسټ ملي او نړیوال نظارت وجود ولري او دتاکنو پرمسیر باندې د دولتي بسټونو غیر قانوني اشخاصو او مسولانو د نه دخالت تضمین ورکړل شي. 

دا په داسي حال کې دی چې د دغه نوي ایتلاف سیاسي تاکنیز تشکیل موخه د منتقدانو په باور پرحکومت باندې یوډول فشار راوړل او دخلکو حکومت اوله نظام څخه دبهرسیاسي بنسټونو نوې صفبندۍ جوړښت دی. 

دمنتقدانو په باو، افغانستان اوس مهال د سالمو بې عیبو اوبې نقصه ټاکنو دسرته رسولو لپاره دیوروڼ جامع، ملي او هر اړخیز میکانیزم د ایجاد لپاره تعامل تفاهم اوخبرو اتروته ډیره اړتیا لري.
دغه تعامل یوازنې د دولت او دواک له کړۍ نه د باندې له سیاسي بنسټونو او نورو مردمي بنسټونو سره دهمپلوي له لیارې لاسته را تلای شي. 

راتلونکې ټاکنې د اوضاع د کتونکو له نظره د افغانستان د دولت او خلکو په وړاندې خورا لویه ازموینه ده، ځکه دا ټاکنې کیدای شي چې له د خالتونو پرته سرته ورسیږي دتیر وټاکنیزو تجربو په ترڅ کې دبهرنیوسفارتخونو له لوري دټاکنو په چارو کې شوي وو او دولسمشرکرزي په څرګنداند همدغه لاسوهنې په تیرو ټاکنو کې ديوډول سیاسي پسمانۍ، بن بست او غوغا او دمشرعیت د بحران لامل شو،
خو په تجربه کې«قار او قرارشته» د افغانستان دولت باید دټولټاکنو د سرته رسولو دعمل ابتکار په خپل لاس کې ولري.
پدې اساس دامهم دا غواړي چې په دولت کې دننه او بهیر بیلابیلسیاسي او ټولنیزو بنسټونه، د دقیقو بې صررو او پراخو ټاکنو د سرت رسولو په لیار کې په خپلو مسولیتونو عمل وکړي.
روښانه دی چې پدې منځ کې حکومتي مسول بنسټونه لکه دټاکنو کمیسیون ځانګړي او پيژندل شوي مسولیتونه لري خو دا پدې معنې ندی چې سیاسي ګوندونه او ایتلافونه پدې اړه هیڅ مسولیت نا لري.
د ټاکنو له کیمسیون سره دټولوارګلنونو صادقانه مرستې دا امکان ورکوي چې پرخپلو واکونو او مسولیتونو باندې سم او صادقانه عمل وکړي.
کتونکي باور لري چې دنوي سیاسي او تاکنیزو تشکیل ایتلاف ددې ګوندونه له خوا د بې پوښتنې ځواک د احیستنې لپاره ډیرې هڅې غواړي او کار درڼو سالمو او مردمي ټاکنو سرته رسول له همدې اوسه له ستونزو سره مخامخ کوي.
کار پوهان پدې باور دی چې دا ایتلاف پدې پسې دی چې دراتلونکو ټاکنو پایلي په هرصورت باید هماغه سي وي چې داچوندونه ددې نوي ایتلاف په جوړښت سره غواړي حکومت ته دا پیغام ولیږدوي چې دراتلونکو ټاکنو پایله له بنسټه نشي کیدای له هغه څه برته وي چې له نظام ن بهرسیاسي اوپوزیسیونونه دهغه په لټه کې دي او دا، دتاکنو د ذات او ماهیت پرخلاف دی.
له بلې خوا، داګوندونه همدارنګه خپل ځان دخلکو عام وتام استازي ګڼي او پدې اقدام سره خلک هم د حکومت په وړاندې دروي او داکار په اوسنۍ مرحله کز بیله هیڅ شکه، د مملکت دعلیا مصالحو او دملي یووالي داصل خلاف عمل دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdok0o.yt0no6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته