دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 50606
افغانستان په له 2014 كال مخكې او وروسته څه توپير ونه كړي
وروسته تردې چې امريكايي او اورپايي دولتونو،په ۲۰۱۴ كال كې د خپلو ځواكونو د ويستلو د طرحې له پيل څخه خبرې وكړې، د هيواد د عمومي فضا له پړسوب او انديښنې څخه ډك شوه.
دې فضا دخلكو انديښنوته دومره لمن ووهله چې په هيواد كې دبيا رغاونې او خصوصي پانګه اوچونې ډيري فعاليتونه، ددې وتلوتر شعاع لاندې راغلل اوپه معطل شول او يا له بنسټه پيل نه شول.
هغه مقدار كارخانې او لوى او واړه شركتونه هم چى په هيواد كې موجود ووء، ځينې راټول شول او ځينو نورو زړه نا زړه انديښنې سره خپل فعاليت ته ادامه وركړې ده.
موجود ې فضا په هغه اندازه پرخلكو اغيز ايښودى چې ډير لز څوك په زړه ښه كړي چې خښته د خښتې لپاسه كيزدي او خپله لږه يا ډيره پانګه په كار و اچوى. ددغې انديښمنې فضا پايله، وزګارى،فقير مفرطه او آزارونكې تنګلاسي ده چې وروسته او دوروستيو كلونو په اوزدو كې، مونز د هيواد او زمونز د ملت لمن يې نيولې ده. 

اوس، دهيواد او خلكو اوضاع ولې داسې شوه او سره لدې چې مونږ ټول پدې پوهيږو چې امريكا او ناتو حاضر ندي د ومره ژر افغانستان او منځنى ختيځ پريږدي، نو ولې د افغانستان دولت، له امريكا سره دملګرتيا سند، په هغو شرطونو پورې تړلى لاسليك كړى چې دسپينې ماڼۍ د واكمنو لپاره بيخي د خوښى وړ نه دي، نو ځكه هغوۍ له ۲۰۱۴ كال وروسته، له افغانستان څخه دبهرنيو ځواكونو دوتلو او پدې سره د افغانستان د امنيتي او ضاع د بد تركيدلو په اړه له رسنيو څخه در واغمجن او غير واقع تبلغات په لار واچول، خو پدې ډول د رواغمجنو او غير واقعي زهر شيندلو سره، د افغانستان په دولت او ملت فشار راولي، څو د افغانستان دولت او ملت، په هيواد كې د امريكا د دايمي اډو د جوړښت په نسبت له خپلو مشروع او حقه غوښتنو څخه لاس په سرشي. 

د افغانستان د دولت له قضايي جزايي تعقيب څخه د امريكايي عسكرو معاف كيدل، يوه او خورا هغو عمده غوښتنو څخه ده چې امريكايي واكمن ترې په سماجت او باورنه كولو دفاع كوي، تردې وړاندې هم د سپينې ماڼۍ واكمنو په عجيبي ځير كۍ سره اعلان كړى ؤ چې د امريكا_______متحد آيالات، د افغانستان له دولت سره دملګرتيا دتړون په لاسليك كولو او پدې هيواد كې دنظامي اډې په جوړولو اصرار نه لري او دا د كابل دولت دى چې په افغانستان كې د امريكا د دايمي نظامي اډو د تړون د لاسليك كولو غوښتونكۍ دى.
الپته امريكاييان لدې كبله رښتيا وايي ځكه چې په ښكاره دا د كابل دولت دى چې له امريكا سره دتړون له تړلو سره علاقمندي ښايي او امريكاييانو، دخبرو او ژبې پوسيله هيڅكله، د افغانستان له دولت او ملت څخه ندي غوښتني څوله هغوئ سره د انډيوالۍ تړون لاسليك كړي.
هوكې،هغوئ دخبرو او غوښتنې په ډګر كې چوپ دي،خو دطرحې، عمل او نقشې په ډګر كې، د افغانستان امنيتي او اقتصادي اوضاع هغه لورته پيايي څو افغان واكمن د دوئ استعماري او نامشروع غوښتنوته اړ كړي.
امريكاييانو په عراق كې هم له همدې ليارې څخه استفاده وكړه او دهغه هيواد اوضاع يې په ماتيدونكې بللو او نا امن ښودلو سره، پدې لټه كې وو څو دعراق پر دولت باندې له قضايي او اجزاي تعقيب څخه د امريكايي ځواكونو د معافيت پربنسټ خپلې غوښتنې تحمل كړي، چې په پاى كې د عراقي واكمنو له كلك مخالفت سره مخامخ شو او خپل سرتيري يې له هغه هيواد څخه وكښل.
خو دا چې آيا امريكاييان به په افغانستان كې پدې موفق شي كه به،څوخپلې دغه استعماري غوښتنې لاسته راوړي، دا به زمونز د دولتمردانو په درايت، هوشياري او هم دهغوئ په وطندوستۍ او وطني غيرت پورې اړه ولري چې آيا د امريكا نظامي واكمنو ته به يوه داسې اجازه وركړى نه؟
ځينې پوهان، هغه توپيرته په پاملرني سره چې د عراق او افغانستان د شرايطو ترمنځ قايل دي، په افغانستان كې دسپيني ماڼۍ واكمنو ته ديوداسي موفقيت په امكان خپرې كوي او هم داليد د ارګ په دننه او بهر كې د امريكا او لويديځ په كچه د افغانستان په ځينو ښارونو كې پلويان لري.
هغه عمده توپير چې د افغانستان او عراق ترمنځ شته، د افغانستان پيوېلي او په اقتصادي لحاظ په هغو هيوادو پورې دا څوكاله كيزي تړلى چې دا څوكاله كيزي په افغانستان كې نظامي ځواك لري.
د هيواد د اقتصادي بنسټونو تخريب، ددې هيواد د جګړې د كلونو په او ږدو كې، بل توپير دى چې افغانستان په يوه توګه له عراق څخه بيلوي.
دا په داسي حال كې دى چى عراق هغه هيواد دى چې لمړى د ډيرو ګاز او نفتو د ذخيرو د لرلو په دليل يې د سيمې له ډيرو ځواكمنو او ثروتمنو هيوادو څخه پيژندل او دوه هم ،پدې هيواد پاندې د دوه لويو جګړوز په تيريدو سره___ د ايران او عراق جګړه او بيا د امريكا پوسيله د عراق نيول__ اوس هم ددې هيواد د بنسټونه سالم پاتې دي او دنسبي تخريب په صورت كې بيا هم دا هيواد، حتى دبهرنيانو له مستې پرته هم دهغو په ترميم قادردى.
خو افغانستان د عراق امكانات او ښيګڼې نه لري او په همدې دليل كيداى شي چې د امريكا داستعماري غوښتنو په مقابل كې نرموالى وښايي او تسلم شي.
په هر حال، هرڅه چې وي دا يومسلم واقعيت دى او هغه په افغانستان كې له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته د امريكا اوز دهغه درسنيېو عواملو پوسيله دخپه كوونكې او انديښمنې فضا ايجاد او جوړښت دى،څوپدې وسيله د افغانستان دولت اړ باسي څود كاپيتلاسيون د نامشروع او استعماري حق، د افغانستان د قانون له تعقيب څخه د امريكايي ځواكونو د هماغه معافيت په نسبت كم راشي او هغه مني، او كه نه ،ټول پوهيږئ چې امريكا او لويديځ دا ټولې پيسې هسې لګولې ندي چې خپل شتون له لس كلونو وروسته، خپل لار په مخكې ونيسي او له افغانستان او سيمې څخه ووځي.
خو هغه څه چې له ۲۰۱۴ كال وروسته د هيواد د امنيتي وضعې په باره كې ويلاي شو، ډاډمن يو چې او ضاع هغسې چې ده، تردې به نه پدتره شي او نه به بهتره شي او دهيواد دخلك هم پايد د امريكايي دروغجنو رسنيو او په هغوئ پورې د تړلو عواملو د واهي او دروغجنو تبلغاتو اغيې لاندې را نه شي.

دسيد فاضل محجوب ليكنه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcepp8n.jh877i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته