دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 51808
افغانان تل دخپل هيواد،د دفاع لپاره آماده دي،مګر بهرنيان چه كاره دي؟
د ايساف ويانده،ښاغلي ګونتركتس له خبرنګارانو سره په خپله وروستۍ ناسته كې،د ولسمشرۍ دتاګنو د امنيت د ټينګښت لپاره،د افغان اردو او پوليسي ځواكونو له آمادګي څخه خبر وركوي او وائي:د افغانستان دراتلونكو و لسمشريز و ټاكنو د امنيت د تامين مسئوليت،د افغان امنيتي ځواكونو په غاړه دى،خو ايساف آماده دى څو د اړتيا په صورت كې د افغان ځواكونو مرستې ته ودانګي. 

ګونترګتس،د ايساف وياند،د خبرى ناستې په ترڅ كې،ددې مطلب په بيانولو سره زياته كړه:د ټاكنو د سرته رسولو په زمانه كې،د امنيتي مسئوليتونو د ليږد پروسه،له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته،د امنيتي مسئوليتونو د ليږد پروسه بشپړيږي،نو ځكه د افغانستان د سرتاسري امنيت مسئوليت په د افغان ځواكونو په لاس وي. 

د رسنيو د رپوټ له مخې،د دناټو ملكي وياند دامينيك ميدلي،د ټاكنو د خپلواك كميسيون له لوري،د ټاكنو د پيليدو د وخت د اعلانولو استقبال وكړ او څرګنده ئې كړه:ناټو آماده دى څو دښو ټاكنو د پيليدو په اړه،له افغان ځواكونو سره،د اړتيا په وخت كې مرسته وكړي.
ميدلي د خبرنګار ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا د ټاكنو په كميسيون كې ددوه بهرنيانو شتون كولاى شي ددې پروسې په شفافيت او موفقيت كې اغيز من شي،څرګنده كړه:ناټو يوازې دټاكنو د پيليدو د نيټې د اعلان ملاتړ كوي،خو د ټاكنو په كميسيون كې ددوه بهرنيانو شتون،هغه موضوع ده چې د ټاكنو په كميسيون،دشكايتونو د اوريدو په كميسيون او د افغانستان په اسياسي قانون پورې اړه لري،جنرال كتس په ادامه،پر بهرنيو ځواكونو باندې د افغان سرتيرو د بريدونو له كميدو څخه خبر وركړ او وئې ويل:د بهرنيو او افغان ځواكونو رهبري،ددى بريدونو د كمښت لپاره ښه تدبيرونه او اقدامونه تر لاس لاندې نيولې دي. 

دهغه په وينا:د امنيتي ځواكونو د اړيكون د ښه والي لپاره،د افغان قومندانانو زده كړه او همدارنګه د افغانستان د خلكو له فرهنګ سره دبهرنيو سرتيرو بلدتيا،دهغو اقداماتو جملې څخه دي چې پر بهرنيو سرتيرو باندې د افغان ځواكونو د بريدونو په كمښت كې تر لاس لاندې نيول شوي دي. 

كتس په ادامه كې زياته كړه:د افغانستان امنيتي اوضاع د پخوا په نسبت ښه والى موندلى او د شورشيانو بريدونه لږوالى ښئي،پدې اساس د افغانستان د نفوسو ۸۰ سلنه – له امنيتي نظره په نسبتاً باثباتو شرايطو كې ژوند كوي. 

هغه ټينګار وكړ چې د شورسيانو تحركات،يوازې په ليرې پرتوسيمو او له ښارونو څخه په ديرو ليرو واټنونو متمركزدي چې دا راشئي چې شورسيانو خپله ځواكمني له لاسه وركړې ده.
د ښاغلي كتس په باور،افغان ځواكونه به له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته،د امنيتي مسئوليتونو د اخيستنې او د شورشيانو د خپلو توانمندي ولري. 

د جنرال كتس د غير مسئولانه او تر پوه حده عجيبو خبرو په اړه د يادونې وړده:لمړي دا چې له هغه څخه بايد وپوښتل شي چې دا دومره عله دڅه لپاره ده؟د ولسمشرۍ د ټاكنو د اهممهالي،د امنيتي مسئوليتونو د ليږد دپروګرام نهائي كيدل او ورپسې،له افغانستان څخه دبهرنيو ځواكونو د وتلو ادعا،داسې نه ښكاري چې دادې تصادفي او اتفاقي وي. 

دهيواد د سياسي مسايلو ډيرپوهان،پدې باور دي چې د امنيتي مسئوليتونو دليږد بحث،د بهرنيو ځواكونو د وتلو زمزمه او دادى د ولسمشرۍ د ټاكنو د امنيت له تينګولو څخه د ايساف د ځواكونو اوږده خالي كول هم،دا ټول د فشار اهرمونه دي دلويديځ او امريكائي واكمنو په لاسو كې د افغانستان د دولت پرضد او دهغو ويرول دي څو د كابل واكمن دهغو شرايطومنلو ته اړكړي كوم چې د سپينې ماڼۍ او دهغوئ د لويديځو شريكانو په نظر كې دي.
د كار پوهانو له نظره،له افغانستان څخه د بهرنيو ټولو ځواكونو د تل ترتله وتلو په تيره بيا د امريكائي ځواكونو د وتلو بحث،له اصل او بنسټ څخه منتفي دى او دا هيواد او ځيني اروپائيي هيوادونه به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم په افغانستان او سيمه كې رنګين او فعال شتون ولري،خو ديوځواكمن شتون لپاره په سيمه كې د دايمي نظامي اډو او يا ترلږه اوږدمهالي شتون ته اړتيا احساسږي. 

له هغه ځايه چې امريكائيان او دهغوئ لويديځوال او نډيوالان،دې ذهنيت ته په لمن وهلو دي چې د افغانستان دولت،د بهرنيو ځواكونو په نشتوالي كې،له خپل حاكميت څخه د دفاع ځواكمنۍ نه لري،هڅه كوي څوخپل ټول شرايط او غوښتنې-له هغې جملې څخه د((كاپينولاسيون))حق د افغانستان پر دولت تحميل كړي او پدې اړه،د كابل په دولت باندې د هرډول فشار له راوړلو څخه مخ نه اړوي. 

د ايساف د وياند،ښاغلي ګونتركتس،وروستۍ څرګندونې،دهيواد د ولسمشرۍ د ټاكنو د امنيت د مسئوليت نه مل هم په همدې لوري،تحليل او ارزول كيږي.
هغه ورورستۍ موضوع چې بايد جنرال ته په ياد كړل شپ،دا واقعيت دى چې افغانستان لس كاله ترمخه او تر هغه هم وړاندې،دا ډول ماتيدونكې اوضاع او امنيتي افتضاح نه درلوده،اساساً زمونږ هيواد،د پيښ شوو بحرانونو په هيڅ دروه كې له داسې يوحالت سره چې د بهرنيو ځواكونو دشتون په حالت كې ورسره مخامخ شو،مبتلا او مخامخ شوى نه وو او دا تاسې بهرنيان په تيره بيا د امريكائيان واست چې له القاعدې او ترهګرۍ او نيشه ئي توكو سره د مبارزې له پلمه افغانستان ته په پلمه راننوتلئ او اوضاع مودتل لپاره منشنجه او بحراني كړه. 

خو اوس چې كار له كاره تيردي له له معروف قول سره سم مو دغومبسو جالې ته ټكان وركړ او په افغانستان سيمه كر موجګړې او نا امنۍ ځاى پرځاى كړې،اوس له معركې نه پښې وپاسئ او ټول مسئوليتونه د افغانستان او دولت په غاړه اچوئ. 

نه،جناب جنرال صاحب!تاسې د اومنئ كه ئې ونه منئ،د ثبات او آرامي حالت ته د افغانستان د اوضاع راګرځيول،د افغانستان د دولت د دندې سربيره،ستاسو مسئوليت هم دى،هماغسې چې ددې هيواد او سيمې د اوضاتع په خرابوالي كې مو اصلي او فعاله ونډه درلوده.

نویسنده: سید فاضل محجوب
https://avapress.com/vdcjooei.uqevyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته