دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۰۶:۴۰
د مطلب کود : 52459
دتړون كوم يو وړونكى دى،واشنګټن كه كابل؟!
پداسې حال كې چې ورو ورو د۲۰۱۴كا لوري او خواته نژدې كيږو،پرسيدلې او انديښمنې هوا، د هيوادفضانيولې ده،هسې حساب شوې او هدفمند هوا چې د خاصو او ځانګړو دولتونو او هيوادو له لوري،له ټاكلو موخو او غرضونو سره لوري وركول كيږي او لارښودنه كيږي.
سره لدې چې دكارپوهانو او څيړونكو لويه برخه،پدې بارو دي چې ناتو او په ځانګړې توګه د امريكا متحد ايالتونه له افغانستان څخه د وتلو نيت نه لري،خو امريكائي مختلف مقامونه،په متناقضو او سفسطه پلټونكو خبرو او موقفونو خپلولو سره،د افغانستان د مقاماتو او ملت د بيلارۍ او انجړتوب قصد لري.
پوهان وائي،دسپينې ماڼۍ د دولتم دانوله لوري ديو داسې روش اختيارول،په واقعيت كې د كابل د دولت په مقابل كې،يو دهغوئ له چيني وهلو له شكلونو څخه ديوشكل دى،څو افغان واكمن پدې وسيله ترفشار لاندې ونيسي او هغوئ ستراتيژيك تړون هماغسې چې امريكائيان ئې غواړي او دهغوئ د تائيد وړوي،پرې قبول او لاسليك كړي.
يوله هغو مواردو څخه چې د امريكائيانو لپاره بې اندازې مهم او حياتي دى او اساسآ ديوه قول پبنا،له دوئ سره د عراق د دولت دنه موافقت په دليل،دسپينې ماڼۍ واكمنو خپل نظاميان له هغه هيواد څخه وايستل،((كاپيتا لاسيون))حق يا په بل هيواد كې له جزائي او حقوقي قوانينوڅخه د امريكائي ځواكونو معافيت دى.
دا نامنشروع حق،هماغسې چې له منځپانكې څخه ئې څرګنده ده،سره لدې چې امريكائيانو او دهغوئ بې حلبه نظاميانو ته به ډيرګټور او ازرښتمن وي،خو دمقابلو دولتونو او ملتونو لپاره به په هماغه اندازه شرمناك او زيانمن تمام شي،هسې حق چې ډيرلږ به داسې دولت اوملت پيداشي چې دهغو په وړاندې به دتسليم سر ټيټ كړي او دخپل هيواد تاريخ ته داسې ذلت او ځمولتيا وګټي.
همدا لامل دى چې په افغانستان كې د آمريكائي ځواكونو د نوې قومندانۍ دنامزد كانديد وروستۍ څرګندونې،د آمريا په كانګرس كې د تائيد وړشوې.
په افغانستان كې دامريكائي ځواكونو د قومندانۍ د پست نيولو لپاره د پنتاګون له لوري معرفي شوي كانديد د خپل هيواد د نظاميانو د ويستلو لپاره كومه معينه نيټه اعلان نه كړه.د وريترز په وينا،((جنرال جوزف دانفورد))چې د امريكا په كنګره ياكپيتال هيل كې حاضر شوى ؤ،د كنګرې د استازو ددې پوښتنې په ځواب كې چۍ آيا په افغانستان كې په دوه راتلونكو كې د۶۸زره نظاميانو د ساتنې ملاتړ كوي،وئي ويل:لمړې بايد دهغو ځواكونو ځواكمني و ارزول شي چې كوم چې له ۲۰۱۴كال وروسته د اړتيا وړدي،روروسته به ددې موضوع په اړه تصميم ونيسم.
جنرال دانفورد په ۲۰۰۳كال كې په عراق باندې د امريكا او دهغې د ملګرو په حمله كې هم حضور درلود او له همدې كبله د خپلو كړنو په دليل ئې د((جوى مبارز))لقب ګټى دى،سناتور جان مكين پدې مراسمو كې له جنرال دانفورد څخه وپوښتل:آيا ددې مسئوليت منلو ته آمادګي لرې؟جنرال دانفورد په ځواب كې ورته وويل:هو جنرال جوزف،پخوا د امريكا د سمندري ځواكونو د قومندانۍ مرستيال په غاړه درلوده،خو سره لدې هم،په افغانستان كې دحضور تجربه نه لري.
هماغسې چې ددې امريكائي جنرال له خبرو نتيجه لاسته راځئ،دوئ هم دسپنې ماڼۍ د مقاماتو په هغه ډله كې شميرل كيږي چې وظيفه ئې داوي څو د كابل د دولت واكمن،په خپلو ضد او نقيض څرګندونو سره دويرې او هيلې اوخوف اورجاء ترمنځ وساتي!امريكائيان،له يوې خو د افغانستان له دولت سره دستراتيژيك تړون دلاسليك كولو له خوند او هم پدې هيواد كې د نظامي اډې له جورښت څخه نه شي تيريداى له او له بلي خوا هم د نوموړي تړون له ځينو موادو سره د افغان مقاماتو مخالف قوي امكان هغوئ په كلكله انديښمن كړي دي.
په همدې دليل دى چې د سپينې ماڼۍ مقاماتو د((هيلې او ويرې))لوبې ته مخه كړې او له همدې طريقې څخه په ګټه اخيستو،دهغوئ ځينې مقامانه،د افغانستان دولت او ملت هيلو ته په جهت وركولو كې شديدآ كار كوي او د داسې وعدو په وركولو سره لكه له۲۰۱۴ كال وروسته مونږ افغانستان،دولت او مت يوازې نه پريږدو،او په نورو مختلفو شكلو به له هغوئ سره ملګري يو،خپل واهي او سود جويانه پلانونه پرمخ بيائي.
خوځينې نورو امريكائي واكمنو هم،هيلمن كول او هم ويرول او ډارول،په يوه ځانګړي لوري كې كداى شي چې ترڅيړنې او اندونې لاندې ونيول شي او هغه ځانګړى جهت هم خلاصه كيږي ټولو شرطونو او قيدونو دمننې لپاره د افغان دولت او ملت ترفشار لاندې په راوستلو كې،له هغې جملې څخه د((كاپينالاسيون))حق منل دي چې هغه هم ټول د متحد ايالاتو او په افغانستان كې دهغه د نظامي ځواكونو په ګټه دى.
دا چې آيا د افغانستان دولت به دا نامشروع ومني او په واقعيت سره به د امريكائي واكمنو ټولو شرايطو منو ته حاضر شي كه نه؟دوه نظرونه وجود لري:لمړى نظر،پدې باور دى چې د افغانستان دولت ددې شرط تربار لاندې نه ځي او نه ښايي چې لاړ هم شي،ځكه چې ددې ډول شرطونو او قيدونو منل په اساس كې،د هردولت دو نظام مشروعيت او مقبرليت له سختو ستونزو سره مخامنوي او تر سوال لاندې ئې راولي،نو ددې نظر پربنسټ،هيڅ دولت ددې حق نه لري چې د ملت د آراؤ او ګټو په نظر كې له نيولو پرته،په داسې اقدام لاس پورې كړى چې د خلكو او هيوا له برخليك سره ئي مستقيه اړيكه لري.
خو بله ډله هم پدې باور دى چې د افغانستان دولت به بالاخره د امريكائيانو دې غوښتنې ته غاړه كيږي او داحق او نور شرايط به په رسميت وپيژني،ددې نظر پربنسټ،د افغانستان د دولت او هيواد د كمزوري موقيعت په بهرنيو مرستو ديومتكي او تړلي هيواد په عنوان ديو داسې ضرورت ايجاب كوي.
په هر حال،بايد منتظرو اوسو او وكتل شي چې زمونږ دولتمردان لدې دوه مثبتو او منفي نظرونو څخه په كوم عمل كوي او افغانستان د سبا ورځې د تاريخ د قضاوت په مقابل كې به په كوم ځاى او موقعيت كې واوسي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco0qp.2bqip8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته