دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 101930
د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار او لوګر په ولایتونو کې ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندي

یوه  اندازه چاودیدونکې توکې چې  د افغانستان  د خلکو د دښمنانو له لورې  په  یو زرنج ‌ ډوله موټر سایکل  کې د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالې   د ګمرک اړوند سیمه کې ځاي  پر ځاي شوی وو  نن سهار  شاوخواه ۷  بجې  کله چی دیاد ولایت  دملی  پولیس  د اکادمی  د استادانو موټر  له سیمی څخه تریده  و چاودید ،  چې په ترڅ کې  دی یادي  اکاډمې  ۳ تنه  استادان شهیدان او یو تن  ټپی شو.
همدا رنګه نن سهار شاه خواه ۱۰ بجی یو ځانمرګی برید ګر د نظامی یونیفورم نه په ګټې اخستینې سره ځانته د لوګر ولایت د سیمه ییز پولیس د قوماندانی په  انګړ کې چاودنه ورکړه چې په یاده  پیښه کې ۷ تنه سیمه ییز  پولیس  او یو تن  ملکی و ګړې  شهیدان  او څلور تنه  سیمه ییزپولیس  ټپیان شول.
دا ترهګریزې  حملې ددي ښکارندوی کوی  چي د هيواد دښمنان (طالبان)  د مخامخ جګړي توان نلري ځکه دوي تل زيار باسي چي د ماينونو او ځانمرګو بریدونو په وسیلې سره د ملی  پوليسو کلک  عزم  مات کړي خودا ناشوني ده. د هيواد  زړه ور ملي پوليس تل هڅه کوي چي د مخربينو او د پلورلشوو دښمنانو(طالبان)  د دا ډول کړنو مخنيوي او دوي ته دا وخت ور نکړي چي  خپلو غير اسلامي او غیر  انساني موخو ته ادامه ورکړي.
د کورنیوچارو وزارت د هیواد د دښمنانو دا کړنه په کلکو ټکو غندي او باور لري چې  دا ډول کړنې به د هیواد د رښتینو بچیانو ډبرین او کلک عزم ور مات نکړي او د هغوي کرکه او نفرت به د دي  تباهکارانو په اړوند لاډیره کړی .
د کورنيو چارو وزارت د  خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهید شوو ملی پولیسو  او ملکې وګړې کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtvevyuqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته