دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 102226
جمهور رئيس غني په ولسي جرګه کې د خلکو پر استازې، تروریستي بريد په سختو ټکو وغانده
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني د ولسي جرګې پر غړې آغلې شکريې بارکزۍ باندې تروریستي برید په سختو ټکو وغانده او دغه ناوړه کړنه يې د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف وبلله.
د امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې هغه مهال چې د شکريې بارکزۍ موټر د کابل ښار د دارالامان له سيمې څخه تېرېده، ځانمرګی برید ورباندې وشو، چې له کبله يې مېرمن بارکزۍ سطحي ټپي شوه، زموږ دوه تنه بې ګناه هېوادوال شهيدان او یوشمېر نور ټپيان شول. اوس مهال د آغلې شکريې بارکزۍ روغتیا يي حالت د ډاډ وړ دی.
جمهور رئيس غني د هېواد امنیتي مسوولینو ته دنده سپارلې ده چې د دغه تروریستي برید د څرنګوالي په اړه خپلې جدي پلټنې او څېړنې ترسره کړي او همداراز دوی ته يې لارښوونه کړې چې د یاد تروریستي برید د قربانیانو له کورنيو سره خواخوږي وکړي.
جمهور رئيس غني د قربانیانو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی څېښتن له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپیانو ته د ژر روغتیا هيله کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirrazqt1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته