دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 103241
د بروکسل او لندن په غونډو کې د افغان مشران د ګډون په اړه د کارپوهانو نظرونه

یو شمېر کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید نړیوالې ټولنې ته دا ثابته کړي چې کورني اختلافات به لمنځه وړي.
دغه کارپوهان تینګار کوي چې ولسمشر او اجرایه رییس باید د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو او دغه شان د لندن په اقتصادي کنفرانس کې د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې څرګند پیغام ولري.
افغان سیاسي، اقتصادي او امنیتي کارپوهان د لندن او بروکسل په غونډو کې د افغان حکومت د مشرانو د ګډون په اړه بیلابیل نظرونه لري.
یو شمېر د چارو شنونکي وايي چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د راجلبولو لپاره د اساسي اصلاحاتو په برخه کې لازمې تیارۍ ولري.
د سیاسي چارو یو کارپوه جاوید کوهستاني وايي؛ دواړه مشران باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په پام سره د بروکسل او لندن په کنفرانس کې واضع پیغام ولري.
ښاغلي کوهستاني د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ که د اصلاحاتو په اړه طرحه او ژمنو ته صداقت نه وي موجود ستونزمنه به وي چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ خپل شي.
"زه هیله من یم چې دواړه مشران به وکولای شي؛ په یوه ابتکار او خلاقیت سره د افغانستان اړتیاوې مشخصې کړي او په دې کانفرانس کې نړۍ ته ښکاره پیغام ورکړي؛ دوی باید ژمنه وکړي چې ډیر ژر به د کابینې تشکیل بشپړوي؛ دوی باید ثابته کړي چې ترمنځ یې د نظرونو اختلاف نشته او د ملي وحدت حکومت نه نقض کیږي؛ له دې سره به نړۍ اعتبار وکړي او په افغانستان کې به پانګونه وکړي."
ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې د ورځې په سهار د بروکسل او لندن په غونډو کې د ګدون په هدف له کابل نه وخوځېدل.
د ولسمشرۍ مانۍ په یوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ټاکل شوې دغه لوړ پوړی افغان پلاوی د سه شنبې په ورځ د یو څلور ورځني سفر لپاره لندن ته ولاړ شي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې افغان حکومت هیڅ یو هغه شرط نه دی پوره کړی؛ کوم چې په تېرو نړیوالو کنفرانسونو کې د عملي کېدلو په اړه یې ژمنې شوې وې.
د چارو یو تن شنونکي تاج محمد اکبر ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه د ژمنو تجدید د نړیوالې ټولنې پېرزوینه ده:
"اوس هم جنجالونه شته، افغانستان تراوسه هغو مرستو ته شین څراغ نه دی ښودلی چې د لندن په کانفرانس کې به د افغانانو لپاره اعلانیږي؛ بیا هم زه ټینګار کوم چې نړیوالې ټولنې په ټولو کانفرانسونو کې له سخاوتمندۍ نه کار اخیستی."
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه له دې امله د افغانستان لپاره د اهمیت وړ ګڼل شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د ناټو نوی ماموریت او له نړیوالې سره د اړیکو نوې فصل پېلیدونکی دی.
د توکیو په غونډه کې د مالي مرستو د ژمنو په اړه تجدید، د افغان حکومت له لارې د مرستو د لګولو موثریت او د سیمه ییزو همکاریو په برخه د نړیوالې ټولنې زمینه سازي د لندن له کنفرانس څخه د خلکو لویې تمې دي.
خو بل خوا د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان په داشان غونډو کې ګډون دېر کامیابه نه بولي.
د کورنیو چارو وزارت بخوانی وزیر فقیر محمد فقیر په دې اړه وايي:"د نورو کنفرانسونو په شان به ظاهري بڼه ولري؛ فقط د خلکو د غولو لپاره، څو شعارونه او څو قرداردونه، بیا نو عملي بڼه نه لري."
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي؛ تر کومه چې افغان حکومت د نوې کابینې د معرفۍ په برخه کې عملي ګامونه نه وي پورته کړي او د نړیوالو مرستو د تر لاسه کولو او مصرفولو ظرفیت پیدا نه کړي؛ ناشونې به وي چې د نړیوالې ټولنې مرستې تر لاسه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtw9qqak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته