دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 105555
دروسیې ۸۰۰ ښاریز له داعش ترهګرې ډلې سره یوځاې شوي

دروسیې خارجه وزارت وویل ددغه هیواد څه دپاسه اته سوه(۸۰۰) ښاریز  له داعش سره په څنګ کښې جنګیږي .
تسنیم خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت د موډرن ګواښونو او چیلنجونو دبرخې مشر ایلیا روګاچوف ډاګینه کړه ددغه هیواد څه دپاسه اته سوه(۸۰۰)ښاریز چې پکښې دچینچنیا  او دشمالي قفقاز دنورو سیمو کسان شامل دي له داعش ترهګرې ډلې سره یوځاې شوي دي .
هغه زیاته کړه دهغو روسیې ښاریزو شمیر چې له داعش سره یوځاې دجنګیدا په حال کښې دي ښودل مشکل کار دی ځکه چې د چیچنیا ځینې کډوال چې اروپا ته تللي دي او دغه راز د   ګرجستان ځینې چیچنیاوال تراوسه په عراق او سوریې کښې په جنګ  کښې دګډون لپاره له داعش سره یوځاې شوي دي .
دامریکا په شمول لویدیځو هیوادونو دسوريې دحکومت  دمخالفانو په وسلو سمبالولو او مالي مرستو سره دداعش ترهګرې ډلې جوړولو ته لمن وهلي ده .
داعش ترهګره ډله سعودي عربستان، قطر، ترکیې ، اردن ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، اسرایلو او ځینو نورو عربو اواروپاي هیوادونو په ګډه خپلو سپیرو هدفونو ته درسیدا لپاره جوړه کړي ده .
امریکا د الوتکو له لارې په سورې او عراق کښې داعش ډلې ته وسلې هم رسوي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnn9qnak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته