دخپریدو نیټه :شنبه ۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 105862
جمهور رئیس غني: د افغانستان لپاره د برېښنا انجنیرۍ او د اوسپنې پټلۍ تحصیلي رشتې حیاتي دي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکمنستان هېواد ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن د دغه هېواد د مروې ولایت ته لاړ او هلته یې له افغان محصلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې د دغه ولایت په کتابتون کې ترسره شوه، د ترکمنستان د برېښنا او انرژۍ د انستیتوت افغان محصل سلطان مسعود د نورو افغان محصلینو په استازیتوب جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د ښه را غلاست په ترڅ کې وویل، د افغانستان له دولت څخه هیله لرو چې د برېښنا انجنیرۍ، نفت او ګاز او د
اوسپنې پټلۍ د مسلکي رشتو په برخه کې چې د هېواد مهمه اړتیا ده، پاملرنه وکړي او له بورس ورکوونکو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ترکمنستان له دوست هېواد څخه وغواړي چې په دغو برخوکې په خپلو بورسونوکې زیاتوالی راولي.
سلطان مسعود همدا راز هیله څرګنده کړه چې د ترکمنستان د هېواد له پوهنتونونو څخه فارغ شویو او نورو فارغیدونکو ځوانانو ته د هغوی له مسلکي رشتو سره سم د افغانستان په دولتي اداروکې د کار زمینه برابره شي.
ده، ډاډ څرګند کړ چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لاره کې به له هیڅ ډول زیار او زحمت څخه ډډه ونکړي او د لوړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته به د خپلو خلکو او خپل هېواد چوپړ ته د همت مټې را ونغاړي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغان محصلینو سره د لیدو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل، تاسو د افغانستان راتلونکې مشران او مدیران یاست، د افغانستان طبیعي سرچینې به ستاسو لخوا مدیریت کیږي.
جمهور رئیس غني وویل: زه غواړم چې د افغان ځوانانو ظرفیت د سیمې او نړۍ د ظرفیت له مخې وسنجول شي، موږ به په راتلونکو پینځو کلونوکې د ځوانانو لپاره د ډیرو ښو بدلونونو شاهدان و اوسو او هڅه کوو چې په مسلکي برخوکې افغان ځوانانو ته د بهرنیو بورسونو لپاره لا ډیره زمینه برابره او پراخه کړو.
د هېواد جمهور رئیس، وویل: د افغانستان لپاره د برېښنا انجنیرۍ او د اوسپنې پټلۍ تحصیلي رشتې حیاتي دي، د افغانستان دولت ژمن دی چې ټولو روزل شویو ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربان قلي بردي محمدوف سره خپلې ګټورې لیدنې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، موږ د افغانستان او ترکمنستان مشران یو ځل بیا په دې متفق شولو چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته به د ترکمنستان د ګازو د پایپ لین په پروژې کار جاري
ساتل کیږي، د لاجوردو لاره به د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګورجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلول کیږي.
جمهور رئیس غني ترکمنستان ته خپل سفر خورا ګټور وباله، وې ویل: د ترکمنستان هېواد چې تر دې وړاندې یې د آقینې تر بندره د اوسپنې پټلۍ د جوړولو ژمنه کړې وه، اوس یې چمتوالی وښوده چې دغه پټلۍ تر اند خوی او بیا تر بلخ او کندزه وغزوي تر څو په اوږد مهال کې تاجکستان او چین ته هم و
رسیږي.
د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه، ترکمنستان افغانستان ته د برېښنا په صادرولوکې د کتنې وړ بدلون راوستی دی چې هغه له درې سوه څخه پینځه سوه میګا واټو ته د برېښنا لوړول دي.
 همدا راز د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي یې نن له غرمې مخکې د ترکمنستان هېواد د مروې ولایت بېلا بېل تاریخي آبدات او اثار له نیږدې څخه ولیدل.
د افغانستان جمهور رئیس او ملګری پلاوی یې ترکمنستان له دوه ورځني رسمي سفر وروسته نن مازیګر هېواد ته راستون شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-mnzi23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته