دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 106348
د امریکا پوځ د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه په ډاګه کوي
په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ ځواکونه به له دې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه چې محرم اعلان شوې وو؛ په ډاګه کوي. دا پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د افغانستان د بیا رغاونې د لګښتونو لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) د امریکا د پوځ له خوا د اسنادو په پټ ساتلو انتقادونه وکړل.
سیګار د امریکا د پوځ پر هغو هلو ځلو انتقادونه کړي چې په افغان امنیتي ځواکونو کې یې د ښځو د جذب او د پوځیانو معاشونه محرم ساتلي وو؛ ترڅو طالبان ورڅخه تاکتیکي ګټه وانه خلي.
سیګار د امریکا پر پوځ تور لګوي چې د امریکا خلک یې د افغانستان د بیارغونې په کار کې د ناکامیو او بریاو په اړه سم نه دی خبر کړي او په دې اړه معلومات یې پټ ساتلي دي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان چې دا مهال د "غوڅ ملاتړ ماموریت" چارې پرمخ وړي؛ وایي چې دا معلومات به د افغان امنیتي ځواکونو د امنیت په مقصد پټ ساتل کېدل.
د افغانستان د بیارغونې د لګښتونو د څارونکي او پلټونکې ادارې یوه ویاند رویټرز آژانس ته په یوه لیک کې لیکلي؛ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت، سیګار ته خبر ورکړی چې په دې اړه زیات معلومات په ډاګه شوي او دا مهال ترڅيړنې لاندې دي.
د امریکا د پوځ یوه ویاند په یوې اعلامیه کي ویلي؛ د معلوماتو یوه ستره برخه چې د سیګار له خوا غوښتل شوي وو؛ د خلکو د خبریتا لپاره په ډاګه شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د شاوخوا سلو ملیاردو ډالرو مرسته کړې چې ۶۵ میلیارده ډالر یې په افغان امنیتي ځواکونو لګیدلي دي. د ۲۰۱۴م مالي کال په څلورمه ربعه کې د افغان ځواکونو لګښتونه محرم اعلان شوي وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchk-nz623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته