دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 108197
د افغانستان د کډوالو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کوي
تاند- د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن له پاکستاني چارواکو سره په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او په زوره ایستلو په اړه خبرې پیل کړې.
ویل کېږي چې په پاکستان کې لږترلږه ۳ ملیونه افغان کډوال مېشت دي چې تر نیمايي لږ یې راجستر یا ثبت دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرچینې وايي، عالمي بلخي به، چې د ۹ کسیز پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی، په پاکستان کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له استازو سره هم وویني.
ده پرون په پاکستان کې د افغان کډوالو له ۱۶۰ استازو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
عالمي بلخي وویل چې ټولې ستونزې به له پاکستاني مشرانو سره مطرح کړي او هڅه به وکړي چې د پاکستاني چارواکو په مرسته ورته یوه حللار پیدا کړي.
عالمي بلخي د افغان کډوالو استازو ته وویل چې د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان حکومت خپل هیواد ته د افغان کډوالو د راګرځولو لپاره یو پراخ پلان جوړ کړی دی. ولسمشر به په خپله د دې ستراتیژۍ د اجرا چارې وڅاري.
له بلې خوا پاکستاني رسنۍ بیا وايي چې پاکستان به د افغانستان د کډوالو د چارو له وزیر سره خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنولو مسله نهايي کړي.
د خیبر پښتونوخوا ایالتي حکومت د پېښور پر پوځي ښوونځي د تېر کال د دسمبر د شپاړسمې له حملې وروسته په خپله صوبه کې د افغان مهاجرو د نیولو، ځورولو او په زوره ایستلو کمپاین پیل کړي دي. د پاکستان دې اقدام ته له دوو نظرونو کتل کېږي.
یو شمېر کتونکي وايي چې د دې معنا دا ده چې پاکستان غواړي نور د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او نیابتي جنګ پای ته ورسوي او د همدې لپاره نور افغان مهاجرو ته اړتیا نه لري چې د هغوی له منځه د افغانستان پر ضد ترهګر او انتحاریان وروزي او افغانستان ته یې راولېږي. خو بل نظر دا دی چې پاکستان په اوسني وخت کې چې نړیوال محارب پوځیان له افغانستانه وتلي، اقتصادي مرستې کمې شوي او بې روزګاري ډېره شوې ده، پر افغانستان فشار زیات کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb9wb8zrhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته