دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 111683
اجرایوي رییس: د ملي یووالي حکومت د ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو ته ژمن دی
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي ریس پرون  د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د پکیتکا قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو اجرایوي رییس ته خپلې ستونزې واورلې او د هغوی د حل غوښتنه یې وکړه.
د دغو قومي مشرانو په خپل ولایت کې سالمه او ځواب ویونکې حکومتولي غوښته، چې ولسونه په ځان راټول کړي، د هغوی ستونزې ختمې کړي او فساد ته د پای ټکی کېږدي.
هغوی په خپله سیمه کې له نا امنۍ، فساد او بې عدالتۍ سر وټکاوه او ویې ویل، چې په تېرو څو کلونو کې حکومت له پکتیکا سره د مور او میرې سلوک کړی دی.
یادو قومي مشرانو زیاته کړه: حکومت زموږ غږ په تېرو څوارلسو کلونو کې نه دی اورېدلی، زموږ ستونزې یې نه دي اورېدلي او د سالمې حکومتولۍ د رامنځته کېدو په برخه کې هڅې نه دي.
د پکتیکا مشرانو له اجرایوي رییس نه وغوښتل، مه پرېږدئ چې ملت د داعش غېږ ته ولوېږي او په یوه نوي اور کې وسوځېږي.
هغوی وویل، پکتیکا له پاکستان سره 350 کیلومټره اوږده پوله لري، چې له هغې خوا طالبان، داعش او تر نورو نومونو لاندې وسله وال راځي، چې باید مخنیوی یې وشي.
دوی دغه راز پکتیکا ته د یوه وړ، په کار پوه او د ملت له درده خبر والي د ور استولو غوښتنه هم وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله قومي مشرانو ته د هغوی د ستونزو د څېړلو او حل ژمنه ورکړه.
ده وویل، سالمه حکومتوالي کولای شي چې پر حکومت د ملت باور راخپل کړي او د ملي یووالي حکومت د ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو ته ژمن دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfcydymw6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته