د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سارک سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړي پلاوي سره چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نوموني په رسمي مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته راغلی و، وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهور رئیس افغانستان ته د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړي پلاوي له راتګ او د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د انتخاب له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل چې افغانستان د سارک سازمان له غړو هېوادونو سره د زرګونو کلونو اړیکې لري او د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نومونې په رسمي مراسمو کې ستاسو حضور دغه اړیکې لا پیاوړې کړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې افغانستان د دوه زره کلونو لپاره په آسیا کې د سودا ګریزو توکو او د خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې مرکز و. ده د آی خانم د ښار په اړه هم خبرې وکړې او هغه یې د تاریخي ښارونو له جملې څخه وباله چې د ښاري ماستر پلان درلودونکی و.
جمهور رئیس غني وویل چې استعمار ونه شو کولای افغانستان لاندې کړي خو زموږ هېواد یې څنډې ته کړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې ترڅنګ چې د بودا د مجسمو ړنګول یې د هېواد پر تاریخي مېراثونو برید وباله، وې ویل چې موږ د افغانستان تاریخي او توریستي مقام بیا احیا کوو.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې دوه زره کاله وړاندې د هېواد په شمال کې رسم الخط موجود و، وویل چې لرغونِي آثار زموږ د تاریخ یوه برخه ده او موږ پر هغو ویاړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز وویل چې په یو شمېر سیمو کې د کانونو د استخراج پر مهال له ځینو تاریخي آثارو سره مخامخ کېږو چې د هغو مدیریت بشپړ احتیاط ته اړتیا لري. ده د سارک سازمان له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
په مقابل کې د سارک سازمان سکرتر جنرال د دې ترڅنګ چې د افغانستان د دولت او خلکو له کوربه توب او میلمه پالنې څخه یې مننه وکړه، وې ویل، موږ لېوال و چې لا ډېر د افغانستان د توریستي جاذبو او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړو.
ده وویل چې د افغانستان فرهنګي تاریخ ډېر په زړه پورې دی او موږ باید له دغو تاریخي شتو څخه لا ډېره ګټه واخلو.
په دغه کتنه کې د سارک سازمان د فرهنګي مرکز سکرتر جنرال هم خبرې وکړې، وې ویل چې د سارک سازمان د غړو هېوادنو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نوموني رسمي مراسم په بریالیتوب سره ترسره شول.
نوموړي د دغو مراسمو ترسره کېدل د افغانستان د تاریخي جاذبو د پېژندنې په لاره کې ګټور وبلل، وې ویل چې له دې وروسته به د پروګرامونو او فرهنګي فیستوالونو د جوړېدو لړۍ په بامیانو کې دوام ومومي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)