دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 117627
دولت د چهاردرې او قلعه زال ولسوالۍ بېرته نيولې دي
امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز قلعه زال او چهاردره ولسوالۍ يې له طالبانو نيولې او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي چې چهادره ولسوالۍ تېره شپه له څلورو خواوو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې په بشپړه توګه تر دولتي واک لاندې راغلې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د هوايي بريدونو په ملتيا ترسره شوي چې طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اړولې او هره خوا يې لسګونه مړي پاتې دي.

جنګلباغ زياته کړه چې د طالبانو لسګونه نقليه وسيلې هم له منځه تللې او طالبانو تښتېدلي دي.

امنيه قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونه اوسمهال (نن سهار) د شکمنو ساحو تلاشۍ په حال کې دي او په امنيتي مرکزونو کې ځواکونه ځاى پر ځاى کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8aevauqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته