دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 122246
د آلمان د لومړۍ وزیری د ملی امنیت سلاکارسره د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین لېدنه
د افغانستان اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین حکمت خلیل کرزی ، پرون د آلمان فدرال جمهوریت ملی امنیت سلاکار سره په برلین کی د هغه هیواد د صدارت په ناستیځي کی لیدنه او خبری وکړی.
بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین د دواړ هیوادونو اړیکو سل کلن تاریخ ته او د افغانستان په اقتصادی پروژو کې د آلمان فعال حضور مخینی ته په اشاری سره ، راتلونکو کلونو کی د افغانستان په اقتصادی پروژو او پروسو کی د آلمان د لا ډېری فعالی ونډی د ګډون غوښتنه وکړه.
ښاغلی کرزی سولی ټینګولو لپاره د افغانستان دولت ژمنی ته په اشاری سره ،دی بهیر سره د سیمی او نړۍ هیوادونو او دغه راز د افغانستان دسولی خبرو اترو بهیر په اړوند د افغانستان ،پاکستان ،متحده ایالتونو او چین څلور اړخیزی همغږۍ کميټې دریمی ناستې لپاره د نویو لارو چارو نقش او همکاریو د اهمیت په اړه خبرې وکړی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین د تیر یوه کال په ترڅ کی د مهاجرتونو نوی څپې دغه شان د افغانستان اوسنۍ ځانګړۍ وضعیت ته په اشاری سره ،پدی هیواد کی د افغانستان پناه غوښتونکو ښارونډانو له دوسیو سره آلمان دولت له لوری له سخاوته ډک او د لا ښه چلن غوښتونکۍ شو.
پدی لیدنه کی د آلمان صدراعظمی ملی امنیت سلاکار د افغانستان د سولی خبرو اترو له بهیره د خپل هیواد پر بشپړ ملاتړ او د دی بهیر اسانولو لپاره د نړیوالی ټولنی پر اغیزمن رول تاکید وکړ.ښاغلی اویسګن ژمنه وکړه چی د دی هیواد دپناه غوښتونکووګړو ستونځو په اړوند د افغانستان نظرلورۍ به د آلمان فډرال دولت چارواکو سره مطرح او دهغو پایلی به د افغانستان دولت سره شریکی کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0iqse2bqii8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته