یو تن ترهګر چې غوښتل یې د امنیتی ځواکونو په زړورو منسوبینو باندې یو ځانمرګی برید تر سره کړی ونیول شو.
محمد موسی د حاجی شینواری زوی چې د طالبانو ډلي د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو د لارښوود حفیظ محمود په لارښوونه چې ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی وو، او غوښتل یې چې د یوې پوځي خولۍ په واسطه چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول او د هلمند امنیي قوماندانی ته د ځانمرګي برید په موخه ننوځي.
نیول شوی کس د څیړنو پر مهال اعتراف کړی چې په یو لړ نورو ترهګریزو کړنو لکه، د پولیس پر یو عراده رینجر موټر باندې برید، د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د سیمیزي شورا وکیل عبدالمالک ترور او د لښکرګاه ښار د صوفیانو په سیمه کې د پولیسو د یو ساتمن په ترور کې لاس درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)