دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 124998
څوک چی د جګری لاره خپلوی، افغان امنیتی ځواکونو  له خوا به وځپل شی
وسلوالو طالبانو د هرکال په څیر سږ کال هم د عمري په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پيلیدو اعلام وکړ، افغان حکومت د طالبانو پسرلني عملیات د افغانستان خلکو پر وړاندې جګړه بولي او ټينګار کوي چې د طالبانو دا عملیات تش تبلیغ دي.

وسلوالو طالبانو د هرکال په څیر سږ کال هم د عمري په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پيلیدو اعلام وکړ، افغان حکومت د طالبانو پسرلني عملیات د افغانستان خلکو پر وړاندې جګړه بولي او ټينګار کوي چې د طالبانو دا عملیات تش تبلیغ دي.

په دې وروستیو کې هیواد کې طالب وسلوالو د عمري په نوم د نوېو پسرلنیو عملیاتو د پيلولو اعلام، خو واشنګټن ویلي چې دا عملیات کوم پایله نه لري او امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي چې په دې اړه بشپړ چمتو والی لري، بلې خوا د دفاع وزارت هم وايي دغه عملیات له هیواد څخه بیرون سازماندهي شوي دي، امنیتي ځواکونو به د طالبانو هر ډول بریدونه او کړنې شنډي کړي، ولسمشرۍ ماڼۍ هم خبر داری ورکوي که چیري طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای نه نشي نو د امنیتي ځواکونو لخوا به وځپل شي.

د هیواد په ګوټ ګوټ کې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو هر ډول بریدونو مخینوي کوي.

تیره ورځ د ملي امنیت شورا، پنځه کلن امنیتي هوکړه لیک تصویب کړ، تمه کیږي چې دغه امنیتي هوکړه لیک د نړیوالي ټولنۍ ته په وارسا غونډه کې وړاندې شي.

خو په دې وروستیو کې د هیواد پوځ مشر ډاډ ورکوي چې د طالبانو عمري په نوم عملیات له هیواد ها خوا برنامه ریزي شوی دی، دا عملیات تش تبلیغات دي ، طالبانو ته به امنیتي ځواکونو له خوا درنه مرګ ژوبله واړول شي.

په دې وروستیوکې هیواد کې طالب وسلوالو د عمري په نوم د نوېو پسرلنیو عملیاتو د پيلولو اعلام، خو واشنګټن ویلي چې دا عملیات کوم پایله به ونه لري او امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویاند مارک تونر وايي، موږ تل د طالبانو د بریدونو د خبرداری شاهد یو، موږ د طالبانو هر ډول د برید پروړاندې مقاله کوو او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو، موږ تل افغان امنیتي ځواکونو سره هر ډول مرسته کړې ده، تر څو وکولای شي چې د ترهګرو پروړاندې مبارزه وکړي او طالبان په شا وتمبوي.

له دې ټولو سره سم څو ځلي دطالبانو سره د سولې هڅې بی پایلي پاتی شوي، او پاکستان هم تر اوسه د سولې په پروسه کې کوم مرسته نه ده کړي.

خو په دې وروستیو کې ولسمشرۍ ماڼۍ خبرداری ورکوي چې دسولۍ له پروسې سره دې یوځاي شي که یو ځا نه شي نو دهیواد امنیتي ځواکونو له خوا به وځپل شي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې دط البانو سره جګړه دوام لري، څه موده وړاندې د طالبانو پراخ عملیات د هیواد په جوزجان او بدخشان ولایتونو کې د هیواد امنیتي ځواکونو له ماتې سره مخ شو.


سرچينه : 1تی وی
https://avapress.com/vdci35azvt1ar32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته