دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 126267
امریکا: د افغانستان بدې او ترخې ورځې په پای ته رسیدو دي
د امریکا متحده ایالات دولت اعلام کړی چې دغه هیواد دافغانستان دولت او خلکو سره د تېر په څېر خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا متحده ایالات دولت اعلام کړی چې دغه هیواد دافغانستان دولت او خلکو سره د تېر په څېر خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفیر، مایکل مک کنلي ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان دولت سره د خپلو مرستو د دوام په اړه ژمن دی.

هغه وویل، هغه غونډې چې تمه ده په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان لپاره په بروکسل او وارسا کې ترسره شي؛ نړیواله ټولنه به د افغانستان د امنیت، پرمختګ او پراختیا په برخه کې د خپلو ځواکونو د ملاتړ اعلام کړي.

امریکا دغه موضوع په داسې حال کې مطرح کوي چې په هیواد کې د بې کارۍ او ناامنۍ د کچې د زیاتیدو له امله ډیری ځوانان خپل هیواد پریښي او دغه وضیعت ته اندیښمن شوي دي.

خو امریکا ویلي چې داسې ګامونه اوچت شوي چې د افغانستان وګړي خپل راتلونکي ته هیله من کوي.

هغه وویل:" د افغانستان بدې او ترخې ورځې په پای ته رسېدو دي او تاسې به ووینئ چې نړیواله ټولنه او امریکا متحده ایالت د افغانستان دولت او خلکو سره خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي."

ښاغلي مک کنلي ویلي چې په بروکسل کې د راتلونکي میاشتې غونډه یو لوی ګام دی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره به پورته شي.

د نوموړي په اند، امریکا اوس اعلام کړی چې د افغانستان کورني تولیداتو څخه ملاتړ کوي او د ټولو بنسټونو څخه چې د کاري اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي، ملاتړ کوي.

په همدې حال، یو شمیر هغه شرکتونه چې په دې توانیدلي چې په افغانستان کې د کاري اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د امریکا مالي او تخنیکي مرستو څخه ګټنه کړې، د دولت د ملاتړ غوښتونکي دي.

پانګوال وايي، دولت باید په هیواد کې د اقتصادي ودې په برخه کې د دغو بنسټونو څخه ملاتړ وکړي.

په هیواد کې ناامني او د پانګو تیښته هغه څه دي چې دغو پانګوالو ته خنډ جوړ کړی او همدا لامل شوی په تیرو څو کلونو کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ډیر فرصتونه له لاسه ورکړي.


https://avapress.com/vdcjmmevauqe88z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته