دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 127035
ملي امنیت شورا، له داعش ډلې سره د مبارزې ستراتیژۍ پرنسیپ تایید کړه
د هیواد ملي امنیت شورا له داعش ډلې سره د مبارزې چمتو شوی پرنسیپ تایید کړه. له داعش ډلې سره د مبارزې دغه پرنسیپ دهیواد مختلفو امنیتي ارګانونو له لورې چمتو شوی وو چې تیره ورځ ( دوشنبه) د ملي امنیت شورا له لورې تایید شوه.

له ولسمشریزې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هیواد ملي امنیت شورا له داعش ډلې سره د مبارزې چمتو شوی پرنسیپ تایید کړه.

له داعش ډلې سره د مبارزې دغه پرنسیپ دهیواد مختلفو امنیتي ارګانونو له لورې چمتو شوی وو چې تیره ورځ  د ملي امنیت شورا له لورې تایید شوه.

دغه پرنسیپ، په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو او د هغوی د فعالیتونو د دوام د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې د هیواد په ځینو برخو کې د دولت پرضد پراخ فعالیتونه پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، داعش ډلې چې په ننګرهار کې مرکزیت لري؛ د خلافت تر نامه لاندې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې یوه راډیو فعاله کړې ده.

ویل شوې، د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ هم ژورف اختلاف شتون لري چې کله د خپلمنځي جګرو راپورونه هم خپاره کیږي.

څو ورځې وړاندې هم د داعش او طالبانو په خپلمنځي نښته دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

په همدې حال د هیواد ملي امنیت شورا د داعش شره د مبارزې ستراتیژۍ د یادې ډلې د له منځه وړو په موخه یو پرنسیپ تایید کړه.

 
https://avapress.com/vdcds50fkyt0xz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته