دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 131730
د څلورو طالب قومندانانو په ګډون ۲۲ وسلوال مخالفین وژل شوي
امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتو کې ۲۲ وسلوال مخالفین وژلي، چې څلور طالب قومندانان هم پکې شامل دي.


چارواکی وای، امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتو کې ۲۲ وسلوال مخالفین وژلي، چې څلور طالب قومندانان هم پکې شامل دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، دهلمند ولایت له مطبوعاتی دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسلوالو مخالفینو نادعلي ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې رامنځته شوې نښته کې ۹ وسلوال وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.
سرچینوزیاتوي، په وژل شویو وسلوالو مخالفینو کې د روحاني او اسد په نومونو د مخالفینو دوه تنه قومندانان هم شامل دي.
خبرپانه که راغلي، دغه راز په سرکار ویاله سیمه کې پر امنیتي پوسته رامنځته شوې نښته کې شپږ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي، چې یو تن قومندان یې هم پکې شامل دی.
سرچینوزیاتوي. په همدې حال کې په پنجاب قلا سیمه کې د مخالفینو پریو موټر د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې طالب قومندان مسلم د خپلو څلورو تنو وسلوالو سره وژل شوی دی.
په خبرپانه که زاعلي دي، په ورته وخت کې په بولان سیمه کې د خپل مقناطیسي ماین چاودنې له امله د طالبانو د لایزي وسلو مسول د یو بل وسلوال سره وژل شوی دی.

https://avapress.com/vdcae6n6w49ne01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته